کور / تازه خبرونه / د مورچې د کوتل د ښارګوټي کار پيل سو

د مورچې د کوتل د ښارګوټي کار پيل سو

د کندهار ښار د مرچې کوتل په سيمه کي د کندهار د شهيد سوي ښاروال غلام حيدر حميدي په نوم د نومول سوي ښارګوټي د رغوني کار رسماً په دې سيمه کي پيل سو.
دغه ښارګوټۍ چي د کندهار ښار په شمال ختيځه سيمه کي د کندهار- روزګان ولايت پر لاره موقعيت لري پکښي به د ٢ زره رهايشي نومرو ترڅنګ سوداګريز مارکېټونه اوبازارونه هم جوړ سي.
د حميدي په نوم دغه ښارګوټى به پر هغه دولتي مځکه ورغول سي چيري چي د زورواکانو او غاصبينو لخوا له ٢ زره څخه زياتي غير قانوني نمرې جوړي سوي او بيا پر نورو خلکو پلورل سوي وې چي وروسته د کندهار ښاروالۍ لخوا د ښاري پراختيا رياست د پلان سره سم ونړول سوې.
ددې ښارګوټي د جوړېدو لپاره يوه ځانګړې کمېټه ټاکل سوې چي پکښي له کندهار ښاروالۍ او ښاري پراختيا رياستونو څخه تخنيکي او مسلکي کسان برخه لري او ټولي چاري وخت پر وخت له نژدې څخه څاري.
د کندهار ولايت د ښاري پراختيا رئېس انجينر حنيف چي د حميدي ښارګوټي پلان يې جوړ کړى، وويل چي په دې ښارګوټي کي به د استوګني د کورونو ترڅنګ، سوداګريز مارکېټونه، پاخه سړکونه، ښوونځي، کلينيک، کاناليزيسون او نور اړوند تاسيسات ورغول سي او د ژوند ټول ضروري سستمونه به پکښي فعال سي.
انجينير احمد بهزاد چي د ياد ښارګوټي د جوړېدو لپاره د کندهار ښاروالۍ لخوا خپل استازى معرفي سوى، وويل چي په دې ښارګوټي کي ټولټال ٢ زره نمرې جوړېږي چي ٥٠٠ به يې هغو کسانو چي کورونه يې نړېدلي ورکول سي او پاته نوري به يې دولتي مامورنيو ته توزيع سي.
په کندهار کي ولايتي ادارې د ټولو هغو کسانو پر وړاندي چي دولتي مځکي يې غصب کړي سخته مبارزه پيل کړې او تر هغو چي په کندهار کي ښاري ماسټر پلان تطبيق سوى نه وي دا لړى به روانه وي.