کور / تازه خبرونه / کندهار : د تېرو لاريونو د قربانيانو سره مرسته کېږي

کندهار : د تېرو لاريونو د قربانيانو سره مرسته کېږي

په کندهار کي د تېرو لاريونو په ترڅ کي د ځاني زيان د اوښتونکو سره د افغان حکومت له لوري يو شمېر نقدي مرسته وسوه .
په دې اړه دکابل څخه يو پلاوى د بسم الله افغانمل په مشري راغلى او د دې ولايت په منډيګګ ماڼۍ کي ژوبل سوو او وژل سوو کسانو ته نقدي مرسته وکړه .
په دې مرسته کي د وژل سوي کس وارثينو ته يولک افغانۍ او ژوبل سوو کسانو ته پنځوس زره افغانۍ ورکول کېدې .
په کندهار ښار کي د تېر اپرېل مياشتي پر دويمه نېټه د امريکا په فلورېډا ايالت کي د يوه پادري لخوا قرانکريم ته سپکاوى وسو چي د هېواد د نورو ولايتو تر څنګ يې په کندهار کي هم پر خلاف لاريونونه وسول او وروسته بيا په تاوتريخوالي واوښتل .
د يادوني وړ ده چي د يادي مرسته وېش به تر څو چي ټولو کسانو ته خپله ونډه رسېږي دوام وکړي .