د ډنډ ولسوالۍ مقام لخوا د دې ولسوالۍ د۳۰۰ عامو وګړو سره د روژې د مبارکي مياشتي په مناسبت د يو شمېر لازمو خوراکي او نورو اړوندو توکو مرسته وسوه.
پدې توکو کي وريجي، غوړي، ميکروني، چای،بوره، دکاليو مينځلو صابون، اورلګيت او داسي نورو لازم توکی شامل ول چي مستحقو کورنيو ته د دې ولسوالۍ د ولسوال حمدالله نازک لخوا ورکړل سول.
ددې مرستي څخه برخمن کسان په دا ډول مرستو خوښ ښکارېدل او دا يې يو پر ځاى کار وباله .