کور / تازه خبرونه / کندهار والي : د دولتي مځکو غاصبين به ډېره سخته سزا وويني

کندهار والي : د دولتي مځکو غاصبين به ډېره سخته سزا وويني

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا ددې ولايت د رسنيو په مرکز کي خبري غونډي ته وويل چي هيڅ څوک حق نه لري چي دولتي ملکيتونه قبضه کړي او په وينا يې چي غاصبين به سخته سزا وويني.
نوموړي وويل چي د هغه املاکي کمېسيون چي لس دولتي ادارې يي غړيتوب لري او وړاندي د کندهار د وژل سوي ښاروال غلام حيدر حميدي لخوا رهبري کېدئ مشري پر غاړه لري او د همدې کمېسيون د پرېکړي پر بنسټ به ټول هغه کسان چي دولتي ملکيتونه يې غصب کړي او خرڅ کړي د جزا د قانون سره سمه سزا وويني.
هغه زياته کړه چي د کندهار ښار د مرچې کوتل په سيمه کي يې پر دولتي مځکه د جوړو سوو چاردېواليو د نړولو کار پيل کړى ؤ چي د يو شمېر خنډونو سره مخ سوو خو په وينا يې چي دغه پروسه به تر هغو روانه وي ترڅو په دې سيمه کي د ښاروالۍ او ښاري پراختيا رياستونو لخوا جوړ سوى ماسټر پلان تطبيقېږي.
والي د خپلو خبرو پرمهال وويل چي په کندهار ښار کي د يوشمېر خود غرضه کسانو لخوا دولتي ملکيتونه غصب سوي ول او له هغه وروسته پر بې ګناه او بې واکه کسانو باندي په يوه نامه او بل نامه پلورل سوي چي هيڅ ډول قانوني بڼه نه لري او هيڅ څوک دا اجازه نه لري چي د املاکي کمېسيون د تائيد پرته د ښار دننه د ملکيتونو خريد او پلور وکړي.
هغه همداراز وويل چي په ښار کي د مليکتونو په غصب کي يو شمېر دولتي چارواکي هم لاس لري او حتى يو شمېر کسانو د پوځ او پوليسو د يونيفورم څخه په ګټه اخستني سره پر ښاريانو مځکي خرڅي کړي چي قانوني بڼه نه لري.
والي زياته کړه چي دغه پروسه يې ولسواليو ته هم غځولې او ټولو ولسوالانواو امنيې قومندانانو ته يې وظيفه سپارلې چي په دې اړه جدي او کوټلي ګامونه پورته کړي او هيڅ چاته ددې اجازه ورنکړي چي پرخپل سر پر دولتي مځکو کورونه او مارکېټونه جوړ کړي.
د هغه په وينا چي ټولي هغه فابريکې، مارکېټونه او نوري ودانۍ چي په غير قانوني ډول او د ښاري ماسټر پلان خلاف په ښار کي جوړ سوي د ښاروالۍ او ښاري پراختيا رياستونو لخوا نړول کېږي او پر ځاى يې به يې ښاري ماسټر پلان تطبيقېږي او هيڅ څوک د شکايت حق نه لري