په شمالي وزيرستان کي پر يوې فوځي اډې څلور راکټه توغول سوي چي په پايله کي يې ٣ تنه وژل سوي او ٢١ تنه نور ژوبل دي .
يادو کسانو ته هغه وخت مرګ ژوبله واوښته چي کله يې د پاکستان د آزادۍ د ورځي په مناسبت رسمي قدم ( رسمي تېرېدنه ) ترسره کوله .
په سيمه کي يو امنيتي چارواکى د نوم نه ښودلو په شرط وايي چي بريد سهار اووه بجې د څلور راکټو په وسيله ترسره سوى .
په دې اړه تر اوسه کومي وسله والي ډلي څه نه دي ويلي .