په سهيلي حوزه کي د ملګرو ملتونو د ټول اړوندو ادارو استازو چي مشري يې د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګۍ مشر خيدروف کوله نن له غرمې مخکي د کندها روالي سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل.
په هغه ډله کي چي نن يې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره وکتل د سهيلي حوزې په کچه د ملګرو ملتونو د ټولو نمايندګيو UNAMA, UNICEF, UNOCHA,WHO, IOM, WFP, استازي شامل ول او د هري ادارې استازي يې په خپل نوبت سره کندهار والي ته د خپلو اړوندو چارو په اړه معلومات ورکړل.
استازو د نورو کارو تر څنګ خپل يو کار دا هم وباله چي د کرهڼي په برخه کي يې زياتي مرستي کړي او په ولسواليو کي يې د بزګرانو سره د کېمياوي سري او اصلاح سوو تخمونو مرسته کړې ده.
په سهيلي حوزه کي د روغتيا د نړيوال سازمان WHO استازي وويل چي دوى ددې زون په کچه د روغتونو او روغتيايې مرکزونو سره د خدماتو په زياتوالي او معياري کېدنه کي د پام وړ کارونه کړي او دا مهال د يوه بل نوي پلان پر عملي کېدو کار کوي چي له مخي به يې په دې حوزه کي د ملاريا او لشمانيا د ناروغۍ پر وړاندي مبارزه نوره هم ګړندۍ سي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا ددې ليدني پرمهال په سهيلي حوزه کي د ملګرو ملتونو د ميشتو ادارو له استازو وغوښتل هغه غنم او نور توکي چي بزګرانو او کروندګرو ته ورکول کيږي بايد له همدې سيمي وپلورل سي چي له يوې خوابه پرې لږ مصرف راغلى وي او له بلي خوا به بزګرانو ته ددې زمنيه مساعده سوې چي وي له خپلو حاصلاتو په کور دننه کي ګټه ترلاسه کړي او د کوکنارو کرکيله ودروي.
هغه د UN پر ادارو ږغ وکړ چي په ټولو سکتوري او کليدي برخو کي افغان مامورينو ته اوږدمهاله روزنيز کورسونه برابر کړي څو هغوى وروزل سي او خپله ددې وړتيا تر لاسه کړي چي ټولي چاري په ښه ډول سره مخ ته يوسي.
کندهار والي ددې ليدني پرمهال د WHO څخه وغوښتل چي په مارکيټ کي د درملو د کنټرول په برخه کي د عامي روغتيا رياست سره يو ځاى کوټلي ګامونه پورته کړي تر څو د تروخت تيرو درملو د پلور او استعمال مخه ونيول سي.