کور / تازه خبرونه / زابل : د شاجوى ولسوالۍ روغتون بيا فعال سو

زابل : د شاجوى ولسوالۍ روغتون بيا فعال سو

د زابل ولايت مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي چې اونۍ وړاندي ددي ولايت د شاجوى ولسوالۍ مرکزي روغتون د وسله والو طالبانو د ګواښوونو له کبله تړل سوى و.
دده په خبره چې ددي روغتون په تړل کيدو سره زيات وګړي له ستونزو سره مخ وه په داسې حال کې چې ددي ولسوالۍ نفوس هم د نورو ولسواليو په پرتله زيات دى.
ددي سره په خوا کې وايې چې د شاجوى ولسوالۍ د ولسي او قومي مشرانو، ولايتي اداري او د ډاکترانو په بشپړه ميړانه دا روغتون د وګړيو پر مخ پرانيستل سو.
دى وايې چې د شاجوى ولسوالۍ مرکزي روغتون ته هره ورځ تر سل زيات ناروغان مراجعه کوي او په دي روغتون کې د ډېرو ناروغيو درملنه هم تر سره کيږي.
بايد ووايو چې د شاجوى د روغتون د تړل کيدو لاملونه تر اوسه نه دي په ډاګه سوي ولي ددي ولسوالۍ لپاره د يو پراخ روغتون شونتيا ډېره مهمه ده او وګړيو يې د روغتون د بند پر مهال خپل ناروغان د مرکز کلات او يا هم نورو ولايتونو ته د درملني په موخه ليږدول كيدل