کور / تازه خبرونه / پکتيا: د بهرنيانو پر چوڼۍ د موټربم بريد وسو

پکتيا: د بهرنيانو پر چوڼۍ د موټربم بريد وسو

په پكتيا كې د بهرنيو ځواكونو د پوځې اډي دننه د موټر بم ځان مرګي بريد شوى


 نن پنجشنبه سهار شپږ او ديرش د قيقي  د پكتيا ولايت مركز ګردېز كې د بهرنيو ځواكنو د پوځي اډي د ننه  د موټر بم ځانمرګى بريد شوى،
 ددې چاودنې غږ دومره اوچت چې د ښار په لري سيمو كې يي غږ هم اوريدل شوى
د بهرنيو ځواكنو مطباعتي د فتر رسنيو ته ويلي  چې په دغه بريد كې دوه تنه افغانان چې هلته د پيرادري دنده درلوده وژل شوي دي


د طالبانو وياند وايي :پكتيا پريس كلب ته ويلي چې دغه بريد د عبدالعزيز په نو م افغان تر سره كړى، د مجاهد په وينا دا يو كانټنر موټر وو چې اوو ټنه چاوديدونكي مواد يي ور كې بار كړي وو،
دي وايي په بريد كې يي ۲۷ بهرنيان وژلي او دري نور ټپيان دي
دا پوځي اډه د ګردېز ښار سهل ختيځ په دوه كيلومترۍ كې دخوست او ګردېز په لويه لاركې  پرته سيمه
د ويلو وړ ده چې دا موټر  بم ځانمرګى بريد په داسي مهال تر سره كيږي چې بهرانيانو څو ورځي مخكې ويلي وو چې د طالبانو په بريدنوكې تر پخوا زيات كموالى راغلى