کور / تازه خبرونه / د سهېل عدلي او قضايي ارګانو د ولسمشر د فرمان ملاتړ وکړ

د سهېل عدلي او قضايي ارګانو د ولسمشر د فرمان ملاتړ وکړ

د سهيلي حوزې د عدلي او قضايې ارګانونو استازو، قاضيانو، څارنوالانو او قومي مشرانو د يوې غونډي په ترڅ کي چي نن د کندهار په استناف محکمه کي جوړه سوې وه د هيواد د جلالتماب ولسمشر حامد کرزي د هغه فرمان چي پکښي يې د انتخاباتي کشمشکونو د حل امر کړى و ملاتړ وکړ.
د کندهار د پنجوايې ولسوالۍ ولسوال او قومي مشر حاجي فضل الدين اغا پر هغو کسانو چي د ځانګړې محکمې لخوا په درغلۍ کامياب سوي اعلان سوي غوښتنه وکړه چي قانوني پرېکړو ته غاړه کښيږي او هيواد د يوه ناورين لوري ته چي دهمسايه هيوادونو لخوا ورته هڅول کيږي کش نه کړي.
هغه زياته کړه چي ټول کانديدان د خلکو په رايو کامياب سوي او د خلکو استازي دي نو له دې خاطره ضروري ده چي د همدې خلکو او خاوري د ګټو ساتلو لپاره پوره پوره هڅه وکړي او پرېنږدې چي ګاونډي هيوادونه او نور خود غرضه کسان خپلو شومو موخو ته ورسيږي.
په سهيلي حوزه کي يو شمېر نورو مخورو او د قضايې ارګانونو استازو هم د خپلو خپلو ويناوو پرمهال د ولسمشر کرزي د وروستي فرمان هرکلى وکړ او دغه فرمان يې د ټاکنو پر پايلو د راولاړو سوو ستونزو د حل يوازينۍ او تر ټولو مناسبه لاره په ګوته کړه.
د ننۍ غونډي په پاى کي د کندهار د استناف څارنوالۍ د رئېس دل اغا همت لخوا د غونډي برخوالو او رسنيو ته د ننۍ غونډي پرېکړه ليک وويل سوو او په يوه خوله يې د ټولو لخوا ملاتړ وسو.
په پرېکړه ليک کي له هغو ٦٢ تنو کانديدانو چي د ځانګړي محکمي لخوا په درغليو بريالي اعلان سوي غوښتنه وسوه چي د شخصي او ګوندي ګټو پرځاى ملي ګټو ته پام وکړي او د افغانستان اساسي قانون ته په احترام سره د ملي ګټو لپاره تصميم ونيسي.