د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت د ناوې ولسوالۍ اړونده په يوه کلي کي يې د تلاښۍ پر مهال ١٢٤ کېلوګرامه تارياک نيولي .
د هلمند ولايت امنيه قوماندان محمد حکيم انګار وايي چي ياد توکي د دې ولايت د نشيي توکو سره د مبارزې د مديريت لخوا په يوه کور کي نيول سوي .
نوموړى همدا ډول زياتوي چي د يادو توکو سره يې يو تن هم نيولي چي اوس مهال تر پوښتنو ګروېږونو لاندي دئ .