د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي تېره ورځ د وسله والو له لوري په يوه بريد کي پنځه پوليس وژل سوي.
د هلمند ولايت امنيه قوماندان محمد حکيم انګار پېښه تاييدوي او وايي چي ياد کسان هغه وخت ووژل سول چي کله وسله والو د پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ .
نوموړى همدا ډول وايي چي په دې بريد کي وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې نه ده ورته معلومه.
وسله وال طالبان دا خپل کار بولي او وايي چي پنځه پوليس يې ژولي او د دوى لوري ته کوم زيان نه دئ اوښتى .