دسترامپراطوراحمدشاه باباد۲۴۲ تلين لمانځل غونډه تردوه زره دزياتوكسانوپه ګډن پايته ورسيده .
دلمانځل غونډي لپاره دلوي كندهارله خورالري پرتوسيموڅخه په بې ساري ډول پښتنومشرانوګډون كړي وو.
دستراحمدشاه باباد۲۴۲ تلين په مناسبت افغان ولسمشرحامدكزي په خپل پيغام كې دهغه له ميړاني ،غيوراويوالي څخه په يادونه له ټولوافغانانوڅخه غوښتنه كړې وه چې په خپلوكې دي يوالي ته ترهرڅه زيات ارزښت وركړي .
دولسمشرپيغام چې دكندهارولايت دمرستيال والي ډاكترغلام جيلاني همايون له خواولوستل سوولسمشردكندهاردمشورتي اصلاحي جرګې اوكندهاردولايتي شوراله دغه اقدام څخه ستاينه كړي .
دكندهاردولايتي شوراريس احمدولي كرزى دلوي كندهارله ټولوليكولانواوادبيانوڅخه وغوښتل چې دستراحمدشاه بابا دژوند،ميړاني ،يوالي اونوروچارودراژوندي كولوپه برخه كې پرله پسي هڅي وكړي .
نومه وړي ژمنه وكړه چې پدي هلكه به دټولوهغوليكوالانواواديبانواثارچاپ كړي چې دستراحمدشاه باباپه اړه يې ليكلي وي .
دستراحمدشاه بابادپوځي ،سياسي ،ټولنيز،ادبي اوعلمي چاروپه اړه په غونډه كې استادفضل محمد پنهان ،استادحيات الله رفيقي ،استادعبدالرازق پال وال ،داطلاعاتواوكلتوريس عبدالمجيدبابي ،دقابيلوريس عبدالباقي رغبت اودكندهاردعالي دارلمعلمين استادنوراحمدقرآن مل خپلي مقالي ولوستلي .
په مقالوكې له ډيلي ،خراسان ،اسپهان اوبخاراپوري دستراحمدشاه بابادلاس ته راوړنواوشهكاريوڅخه يادونه سوي وه .
دستراحمدشاه بابا دتلين دلمانځني جرګه ګې وړانديزي وكړچې دعليحضرت احمدشاه بابا دمقبري تاريخي ظرافت دي وساتل اودمقبري داحاطي اوملكيت په اړه دي جدي ګامونه اوچت سي .
دغه نومه وړي جرګه ګې غوښتنه وكړل چې دكندهارپوهنتون دي دستراحمدشاه باباپه نامه ونومول سي اودغه رازدي دهيوادپه ګوټ ګوټ كې ښارګوټي اومهم ځايونه ددغه سترامپراطور په نامه سي .
دكندهارښاروال غلام حيدرحميدي ژمنه وكړل چې داحمدشاهي ښارټولي پخواني وداني به وساتي اودمځكودغاسيبينوله منګولوڅخه به هغه ټولي سيمي چې داحمدشاه بابايادګاردي ،راوګرځوي .
دكندهاردمرستيال والي له لوري دكندهارداطلاعاتواكلتورياست ته دوي تاريخي توري هم دبابادتلين په مناسبت وكړل سوي .
دغه رازيوتن ليكوال تورن پال بابي هم ژمنه وكړه چې دعليحضرت احمدشاه باباددوران څلورسيكې دكندهارداطلاعاتواوكلتورياست موزيم ته سپاري .
نومه وړي وړانديزوكړچې دباباويناوي اوشعرونه دي درسنيوله لاري دپيغام په ډول نشرته وسپارل سي .
په كندهاركې مشورتي اصلاحي جرګې اودكندهارولايتي شوراډاډڅرګندكر چې هركال به په همدي ورځ دستراحمدشاه بابا تلين لمانځي اودعليحضرت ديادساتلوپه لاركې به هررازهڅي كوي .
كله چې موله خلګوسره دستراحمدشاه باباپه اړه خبري كولي نوپه بې ساري ډول يې دكندهاردولايتي شورااواصلاحې جرګې ستاينه كول .
يوتن چې دزابل له شهري صفاوالسوالۍ څخه غونډي ته راغلي و وويل چې داحمدشاه بابايادغونډه يي دژونده يوازنى ارمان و.
دالمړي ځل دي چې داحمدشاه بابا په اړه په كندهاركې يودغه سي غونډه جوړيږي .