کور / تازه خبرونه / زابل : ٤ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

زابل : ٤ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت د شاه جوى ولسوالۍ په اړونده سيمو کي څلور وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته .
د زابل ولايت د والي وياند محمد جان رسوليار پېښه تاييدوي او وايي چي ياد وسله وال هغه وخت ووژل سول چي کله يې د يادي ولسوالۍ اړوند د پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ .
نوموړى وايي چي په دې بريد کي د حکومت لوري ته کوم زيان نه دئ اوښتى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .