د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت د ګرشک ولسوالۍ په اړوند سيمو کي د وسله والو طالبانو يو قوماندان وژل سوى .
د چارواکو په وينا چي نوموړى قوماندان د يوه هوايي بريد په پايله کي وژل سوى .
چارواکي همدا ډول زياتو چي په دې بريد کي بل کوم چاته زيان نه دئ اوښتى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .