کور / تازه خبرونه / د عامي روغتيا رياست ته ١١ عرادې امبولانسونه ورکول سول

د عامي روغتيا رياست ته ١١ عرادې امبولانسونه ورکول سول

د امريکا د نړيوالي پرمختيايي USAID لخوا د کندهار د عامي روغتيا له رياست سره د ١١ عرادې نويو او مجهزو امبولانسونو مرسته وسوه او نن د عامي روغتيا رئېس ته وسپارل سول.
ياد ١١ عرادې امبولانسونه نن غرمه د کندهار ولايت مقام کي د يوې خبري غونډي پرمهال کندهار مېشتو خبريالانو ته هم وښودل سول او کيلۍ يې رسماً د کندهار والي لخوا ددې ولايت د روغتيا رئېس ته وسپارل سوې.
کندهار والي په خپلو خبرو کي وويل چي د دې امبولانسونو د ترلاسه کولو لپاره دعامي روغتيا رئېس نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي او په وينا چي ټول کرېډيټ يې بايد د عامي روغتيا رئېس ته ورکول سي.
د کندهار د عامي روغتيا رئېس ډاکټر عبدالقيوم پخلا په خبري غونډه کي وويل ياد ١١ عرادې امبولانسونه چي د امريکا د نړيوالي پرمختيايي ادارې USAID لخوا مرسته سوې په نوي سټنډرډ جوړ دي .
ډاکټر پخلا وويل چي په دې امبولانسونو کي د اکسېجن سلنډر، د نرس او د ناروغ د پايواز لپاره د ناستي ځاى، د اور وژني سلنډرونه او روغتيايي المارۍ موجودي دي.