د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په ميوند ولسوالي کي يې يوشمېر کېمياوي توکي نيولي . دامنيتي کسانو په وينا چي کېمياوي توکي ٢٥ کېلو دي او په يوه ټونس ډوله موټر کي ځاى پر ځاى سوي ول چي تېره ورځ د پوليسو له لوري ونيول سول .
چارواکي همدا ډول وايي چي د يادو توکو سره د ټونس چلوونکى هم نيولى او اوس مهال تر پوښتنو ګروېږونو لاندي دئ .