د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ د دې ولايت د پنجوايي په ولسوالي کي د ملي پوليسو او وسله والو تر منځ نښته سوې چي په پايله کي يې دوه وسله وال وژل سوي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .