د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د يوه فرمان په صدور سره د ځانګړي محکمې له هغي پرېکړي ملاتړ اعلان کړ، چي له اوسنۍ ولسي جرګې څخه يې د ٦٢ کسانو د ايستلو په باب کړې وه.
د ولسمشر کرزي په فرمان کي اړوندو ارګانونو ته امر سوى چي څونه ژر کېږي د ځانګړي محکمې پرېکړه دي عملي کړي چي په هيواد کي د درو ګونو قواوو ترمنځ پېښ سوى بحران له منځه ولاړ سي.
د تېر کال په انتخاباتو کي د درغليو په خاطر د هيواد ستري محکمې د معترضو وکيلانو په باب ځانګړې محکمه جوړه کړه، چي ځانګړي محکمې دوې مياشتي دمخه د خلګو اچولي رايي يو ځل بيا حساب کړې او ٦٢ وکيلان چي په درغليو تللي وو له ولسي جرګې څخه و ايستل او پر ځاى يې نوي کسان ورته معرفي کړل.
د انتخاباتو کمېسون تر دې دمخه ويلي وو چي د دوى له خوا سوې پرېکړه نهايي ده او هيڅوک نسي کولاى چي دغه نتايجو ته تغير ورکړي.