په کندهار ښار کي تېر ماځيګر ناپېژاندو وسله والو يو تن چي په سراچه موټر کي سپور و په ډزو وواژه .
د کندهار ولايت د امنيت آمر ياده پېښه تاييدوي او وايي چي بريدکوونکي تر بريد وروسته د سيمي څخه پر تګ بريالي سوي او وايي چي نوموړي کس په حکومت کي کومه دنده نه لرله .
دا لومړى ځل نه دئ چي په ښار کي بريدکوونکي ملکي يا حکومت کسان وژني بلکي په وار وار سره دا ډول پېښي رامنځ ته کېږي او حکومت يې تل د نيولو خبره کوي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي