د هلمند ولايت امنيې قوماندانۍ ٦٩ ميله وسلې په دې لايت کي د ډاياګ پروګرام ته وسپارلې . ددې ولايت د امنيه قوماندان په وينا چي يادي وسلې چي ٤٨ ميله کلاشينکوفونه ، څلور ميله پيکاوي او نوري دي د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کي يې په بېلابېلو عملياتو او د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ د بې وسلې کولو پر مهال ترلاسه کړي .
دا لومړى ځل نه دئ چي د هلمند ولايت امنيه قومانداني دا ډول وسلې ډاياګ ته سپاري بلکي تر دې مخکي هم څو څو ځله دا ډول وسلې د ملي دفاع وزارت و استازو ته سپارل سوي او د استازو په وينا چي د دې ډول وسلو شمېر ٩١٧ ته ورسېد.