کور / راپور / د مسلکي ښوونکو د روزنې اکاډمي پرانیستل شوه

د مسلکي ښوونکو د روزنې اکاډمي پرانیستل شوه

په کابل کې د انصاري لیسې تر څنګ د مسلکي ښوونکو د روزنې اکاډمي د یو لړ شاندارو مراسمو په ترځ کې رسما پرانیستل شوه او په دې مناسبت د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ او په کابل کې د جرمني سفیر ښاغلي Ruediger Koenig له لوري د اکاډمۍ د پرانیستلو پټۍ پرې شوه.


په هغه محفل کې چې د 1390 کال د زمري  په 16 نیټه د همدې اکاډمۍ په اوسني انګړ کې جوړ شوی وو، د پوهنې پر جلالتمآب وزیر سربیره، د افغانستان لپاره د جرمني سفیر د پوهنې وزارت چارواکو، دولتي اراکینو، بهرنیو میلمنو، ښوونکو، زده کوونکو، محصلینو او د پوهنې سلګونو مینه والو ګډون کړی وو.


د قرآن کریم تر تلاوت، د ملي سرود تر خپریدو او ګډونوالو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د پوهنې وزیر خپله عالمانه وینا وړاندې کړه.
 
ډاکټر فاروق وردګغونډې ته د پوهنې وزیر د خپلې وینا په ترځ کې وویل: هغه لوی ګواښ چې د پوهنې وزارت د خپلو ملي پروګرامونو د عملي کولو په ترځ کې ورسره مخ دی، د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د مسلکي ښوونکو کموالی دی چې د عمومي او مسلکي زده کړو تر منځ یې توازن له منځه وړی دی او زموږ یوازې 2.9% زده کوونکي په دې توانیدلي دي چې تخنیکي زده کړو ته لاره و مومي خو د نړۍ په یو شمیر پرمختللیو هیوادونو کې دغه اندازه 50% ته رسیدلې ده چې له همدې کبله یې د ژوند په ټولو برخو کې پرمختګ کړی او نه یوازې یې د خپل هیواد بلکي د نړۍ په کچه پیاوړی کاري ځواک رامنځته کړی دی. زه د دغې اکاډمۍ د تاسیس په هکله افغان ولس، د پوهنې نظام او ټولو اړوندو اړخونو ته مبارکي وایم او د جرمني له هیواد څخه مننه کوم چې د همدې اکاډمۍ د جوړیدو لپاره یې د راتلونکو دوو کلونو لپاره د پوهنې له وزارت سره د 14 میلیون یورو مرسته کړې چې په 50 اطاقه نوي تعمیر، 20 اطاقه لیلیې، تخنیکي شاپونو او د اکاډمۍ په نورو اړوندو چارو به و لګول شي.


د پوهنې ښاغلي وزیر زیاته کړه: نن چې د کوم علمي مرکز تاسیس نن اعلانیږي هغه د دوست هیواد جرمني د سیستماتیکو مرستو د لړۍ  لومړۍ برخه ده چې په کابل کې جوړیږي او د پوهنې وزارت به د جرمني په مرسته په 1391 کال په مزارشریف کې د ښوونکو د روزنې اکاډمي تاسیس او په راتلونکو کلونو کې به د ټول هیواد په کچه د ښوونکو د روزنې لپاره 6 اکاډمۍ جوړې کړي او د استادانو د کموالي ستونزې ته به تر ډیره حده مثبت ځواب ووایي.


د پوهنې وزیر د خپلې وینا په ترځ کې وویل: په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو لړۍ د 1302 څخه پيل شوې ده چې تخنیکي زده کړو ته د ښه لاسرسي په موخه په 1350 کال کې د ښوونکو د روزنې انستتیوت د جرمني په مرسته د میخانیکي لیسې په انګړ کې جوړ شو خو تر دوه کاله فعالیت وروسته یې چارې په ټپه و دریدلې. همدارنګه په 1364 کال د پخواني شوروي اتحاد په تخنیکي مرسته د ثانوي تخنیک د لیسې په انګړ کې د پیداګوژۍ د انستتیوت تر نامه لاندې د ښوونکو د تربیې یو مرکز رامنځته شو خو په 1371 کال کې یې فعالیت په ټپه و درید چې د ټولو فارغانو مجموعه یې یوازې 70 کسان ښودل شوې ده.


له نیکه مرغه چې موږ د اوس مهال لپاره د 159 محصلینو او 28 استادانو په  ترکیب د مسلکي ښوونکو د روزنې اکاډمي پرانیزو چې د محصلینو څخه 61 او د ښوونکو څخه 12 کسان اناث تشکیلوي خو دا اکاډمي د 500 محصلینو د جذب ظرفیت لري چې له مرکز او ولایتونو څخه به د شفافې آزموینې په ترځ کې لاره ورته مومي او تر دوه کلنې دورې وروسته به د مسلکي زده کړو په ثانوي دوره کې د استادانو په توګه جذب کیږي. باید وویل شي چې دغه اکاډمي همدا اوس 46 داسې محصلین لري چې لیلیه دي او د هیواد د لرې سیمو څخه یې د ښوونکو د روزنې دغې اکاډمۍ ته لاره موندلې ده. همدارنګه دغه اکاډمي به د بریښنا، د موټرو د ترمیم، ماشین آلاتو، اوبو رسولو او نلدوانۍ، نجارۍ، منجمنت او ادارې او د کمپیوټر د ټکنالوجۍ برخې و لري.


د پوهنې وزیر همدارنګه زیاته کړه چې د پوهنې وزارت په پام کې لري چې په راتلونکو لسو کلونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونځۍ 200 بابه او د زده کوونکو شمیره یې 200,000 ته لوړه کړي. همدارنګه د پوهنې وزارت په نظر کې لري چې د هیواد په آتو زونونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو یو یو عالي انستیتوت او د افغانستان د ټولو ولسوالیو په کچه د تخنیکي زده کړو یو یو ښوونځی جوړ کړي.


د خپلو خبرو په پای کې د پوهنې وزیر وویل: په 1390 کال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې 38,190 تنه زده کوونکي او محصلین د تخنیکي زده کړو په 140 بابه تعلیمي موسساتو کې د 1,679 ښوونکو له خوا په زده کړو بوخت دي.


غونډې ته د جرمني سفیر ښاغلي Ruediger Koenig په خپلو خبرو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او په دې لړ کې یې د خپل هیوا مثال وړاندې کړ چې طبیعي ثروت نه لري خو یوازینی او قمیتي پانګه یې هغه مسلکي او روزل شوي کدرونه دي چې دغه هیواد یې د پرمختللیو هیوادونو په کتار کې درولی دی.
نوموړي وویل چې که افغانان و غواړي چې د یوه خپلواک، پرمختللي او پياوړي ملت په توګه د همیش لپاره په نړۍ کې مطرح وي نو د دې هیواد وګړو او په ځانګړې توګه ځوان نسل ته ښايي چې تخنیکي او مسلکي زده کړو ته دې مخه کړي، مسلکي زده کړې روزل شوو ښوونکو ته اړتیا لري او ښوونکي په همدې ډول علمي مرکزونو کې تر روزل کیدو وروسته خپلو دندو ته په ښه توګه دوام ورکولی شي. د جرمني سفیر  همدا راز وویل چې په دې لاره کې جرمني ستاسو له هیواد سره د اوږدمهالو مرستو ژمنه کوي او د افغانستان په مختلفو سیمو کې به شپږ دغه ډول د ښوونکو د روزنې اکاډمۍ رامنځته کړي.


د غونډې په وروستۍ برخه کې د ښوونکو د روزنې د اکاډمۍ د تاسیس پټۍ د پوهنې د وزیر او د جرمني د سفیر په لاسونو پرې شوه او د ژورنالیستانو پوښتنو ته تر ځوابونو ویلو وروسته نوموړې غونډه پای ته و رسیده.