هېڅ یو هېواد هم په خپل سر او یا د پردیو له خوا نه دی جوړ شوی، دا د هېواد د ولس زیار، ژمنتیا او له هېواد سره مینه او له بلې خوا ځیرکه د ملي ګټو پر بنسټ ولاړه رهبري وي چې هېوادونه د سوکالي او پرمختګ په لور سوق کوي.
په نړۍ کې ډېر داسې هېوادونه شته چې له بحران او کړکېچ سره مخامخ وو، خو له وخت سره یې دا ستونزې په خپل زیار او سالمې ژمنې رهبرۍ سره حل کړي. د ساري په توګه به چین واخلو.
چین چې نن ورځ د دنیا د زبرځواکو هېوادونو په لومړی قطار کې راځي او په راتلونکو څو کلونو کې به د نړۍ تر ټولو لومړی اقتصادي ځواک شي. اویا، اتیا کاله د مخه چین ته (افیوني ریاست) ویل کیده، په دې هېواد کې جهالت تر دې حده موجود و چې د سمندر نه هغې خوا ته په تجارت باندی بندیز لګول شوی و، د هېواد پاچاهانو د ساینس د پرمختګ د خنډ کولو لپاره په کال ۱۷۳۶ کې د ټول هېواد ساینسي بټۍ سوزلې وې . حتی د انقلاب نه راوروسته هم د چین وضعیت دومره ښه نه و ځکه چې هغه وخت هم په تعلیمي اداروکې تر یو څه حده بندیزونه موجود و. مګر نن ورځ چین د دنیا په مډرن، پرمختللي اقتصادي ځواک، غښتلي او منظم اردو او د ټیکنالوژی په برخه کې پرمختللی قوت دي او د نړۍ هیڅ ځواک دا توان نه لري چې د دوی مخه ډب کړي. چې دا ټولې لاس ته راوړنې د چین د ولس هوډ او ژمنتیا او د رهبرۍ روښانه او په ملي ګټو ولاړ سیاست پایلې دي.
هندوستان: یو مهال دا هېواد تر نېواک لاندې، خوار، بې وزله او له ستونزو ډک هېواد و، خو د نېهرو او ګاندي له برکته یې د پرمختګ لاره ونیوله او اوسمهال د نړۍ دویم اقتصادي ځواک، د ایټم بم درلودونکی او په نړیواله کچه د ټیکنالوژۍ او ډیموکراسۍ په برخه کې یو منل شوی هېواد ګڼل کیږي.
برتانیه که راواخلو په دې هېواد کې د سیاسي شعور دا حالت و چې د یو څو فاحشو په غوښتنه سر رابرټ والپول د دې هېواد د ولسمشر په حیث ټاکل شوی و. په دې هیواد کې د نولسمې پیړۍ تر وروستیو پورې د سپین پوستي له خوا د تورپوستي د قتل سزا یواځې شپاړس پونډه وه مګر نن ورځ برتانیه په نورو هېوادونو کې د بشر د حقوقو د انسانانو تر منځ د توپیر د مخنیوي لپاره هڅې کوي او د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره که اړتیا پیښه شي د همدغو نومونو لاندې په اداري فساد ککړو اشخاصو او یا هم د (چکري) په شان اشخاصو ته چې د حج او اوقافو د وزیر په حیث د دندې پر وخت یې د حاجیانو پیسې پټې کړې نن ورځ د متمدنه هېواد په توګه او دبشر د حقوقو تر نامه لاندې پناه ورکوي.
د اروپا بیلګه که واخلو تر ولسمې پیړۍ پورې د ارسطو او افلاطون د نظریاتو پر خلاف که به یو چا یو ټکی هم ووایه د هغه سزا به د مرګ سزا وه. مګر نن اروپا په نړۍ کې د یووالي، تمدن او سولې مرکز ګرځیدلی.
آیا دغه هېوادونه په خپله جوړ شوي او یا هم کوم بل هېواد د دوی په بیا رغونه او د ټیکنالوژي، اقتصاد په پرمختګ کې رول لوبولی. هېوادونه په خپله نه جوړیږي او نه هم د نورو له خوا د پرمختګ او سوکالي په لور بیول کیږي.
دا د هېواد د ولس هوډ، ژمنتیا او له هېواد سره مینه، او ځیرکه د ملي ګټو پر بنسټ ولاړه رهبري وي چې هېوادونه د سوکالي او پرمختګ په لور سوق کوي.
ولی موږ په دې کې پاتې راغلي یو چې لږ تر لږه خپل هېواد د سولې لوري ته بوځو او یا په ملي ګټو کې یو موټی شو، اقتصادي پرمختګ، نظامي ځواکمتیا، ټیکنالوژيکه ترقي او ځواکمن هېواد خو لا لرې خبرې دي.
د دوهمي نړیوالې جګړې پر مهال د برتانیې صدراعظم چرچل ویلي و (مونږ به جګړه نه بایلو ځکه چې تر اوسه پورې له مونږ سره وینه، خوله، د زیار هوډ او اوښکې پاتې دي)
تر اوسه پورې په افغان ملت کې داسې خلک شته چې په رګونو کې یې د غیرت وینه توده او د هېواد لپاره د هر رنګه قربانی ورکولو عزم لري. که څه هم زمونږ زیاتره سیاستمداران او د چوکیو په سر ناست رهبران بدو او شخصي ګټو ته وفادارا خلک دي مګر ولس خو بد نه دی. په هم دې ولس کې داسې شخصیتونه شتون لري چې کولای شي هېواد د شته ناخوالو نه د سولې، پرمختګ او سوکالي لوري ته بوځي، او دوی د خپل هېواد د دفاع او سوکالی لپاره هر رنګه قربانی ته تیار دي. چې بیلګه یې په دې رووستیو کې د پاکستان له خوا په کنړ باندې د توغندویو بریدونه وو. د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو کې خلک را پاڅیدل او غږ یې پورته کړ چې مونږ به په خپله وینه د هېواد دفاع وکړو او پاڅون به وکړو همدارنګه د تېر کاله د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې افغانان، د دې لپاره چې یو مشروع او د دیموکراسۍ پر بنسټ ولاړ دولت ولري آن د خپل بدن د اندامونو د ورکولو څخه هم تیر شول. همدغه افغانان وو چې خپلې ګوتې، پوزې او غوږونه یې له لاسه ورکړل مګر رایه یې صندوق ته واچوله. او په ډېره نا امنه حالت کې د خپل سیاسي برخلیک د ټاکلو لپاره له کورونو راووتل. هغه بیا بیل بحث دی چې څومره دولت او اپوزیسیون د دوی رایو او قربانیو ته احترام وکړ.
آیا دغو هېواد پرسته خلکو ته موقع نه ورکول کیږي او یا هم د دښمن پرو پیګنډې خو مونږ په دې ناوړه حالت کې نه یو اچولي. ایا مونږ خو د میکاولې د فلسفې ( که غواړی یو ملت د جنګ جګړې نه بغیر فتح کړی نو هغه د کمتری له احساس سره مخامخ کړی، هغه به هر وخت ستاسو غلام پاتې وي) ښکار خو نه یو.
همدا اوس که حالاتو ته ځیر شو ټول ګوزارونه، منفي کارونه، د عامه افکارو هایجیک کول، منفي پروپیګنډی د هېواد په کچه او په ځانګړې ډول په پښتون میشته سیمو کې د ویښتیا، او روښانتیا پر بنسټونو کیږي. د ښونځیو سوزول، د لارو پلونو ورانول، په جماتونو او مدرسو بریدونه، پر عامه شتمنیو بریدونه دا ټول آیا افغانان په خپله کوي یا د هغې تپل شوې جګړې برخه ده چې نه غواړي دا ولس د پرمختګ او سولي لوري ته روان شي.
له بلي خوا بیا په ډیر منظم ډول نړیوالو ته د یوه څو عناصرو له خوا د دغه ملت یو ناسم تصویر ورکول کیږي.
د افغان ولس دښمنانو د ښونځیو ورانولو سربیره اوس د دې ولس د مخورو، سپن ګیرو، روڼ اندو او ملي شخصیتونو پسې لاسونه را نغښتي او حتی د دې قوم د کلتوري ارزښتونو په ویجاړولو یې پېل کړی. لوبه په عمومي ډول د افغان ولس او په ځانګړي ډول د پښتنو په وړاندي پیل شوې ده او موخه یې د دې ولس د ټولو سمبولیکو ارزښتونو له منځه وړل دي. د دې ټولو ناوړه اعمالو تر شا څوک لاس لري او ولې افغان ولس د دې پر ضد یو دریځ نه شي غوره کولای.
راځی یو څو واقعیتونه په ډاګه ومنو او د حل لارې چارې یې ولټوو.
په بېلا بېلو هېوادونو کې د کړکېچ یا بحران پر مهال کله نا کله د هېوادونو ملي مشران په خپل نوښت، هوډ او ژمنتیا سره د ملي مسایلو په برخه کې د روڼ او روښانه دریځ په اختیارولو سره د ولس تر منځ پاڅون ایجادوي او په ملي کچه په خپلې کریزماتیک رهبرۍ سره د خلکو تر منځ د یووالي مصدر ګرځي.
■ هغه کریزماتیک خصوصیات یا کریزما چې د هېواد ولسمشر یې باید ولري له بده مرغه شتون نه لري. کریزماتیک رهبري هغه مهال منځته راځي چې د ولس له منځ څخه سرچینه واخلي. مشرتابه د ولس تر منځ د ملي ګټو او یووالي او په ملي مسایلو کې د خپل هوډ او ژمنتیا په څرګندولو سره، ولس د هېواد د ملي ګټو خوندیتوب لوري ته راوپاروي او د خلکو تر منځ مقبولیت او مشهورتیا تر لاسه کړي او یا هم د کړکېچ، بحران او جګړې پر مهال مشرتابه په خپل نوښت او ابتکار سره داسي تګلاره او سیاست غوره کړي، چې هېواد او ولس له هغه کړکېچ او جګړې څخه په بریاليتوب سره وژغوري، چې په پایله کې یې بیا ولس د رهبری او پخپل منځ کې د یووالي او اتحاد محور ګرځي. دغه ډول مشران د کریزماتیک رهبری له خصوصیاتو څخه برخمن وي.
له بده مرغه افغانستان تر اوسه پورې له داسې رهبری څخه بې برخې دی .
■ هېواد په لوړه کچه د دولتي پوستونو او چوکیو لپاره د بېلا بېلو ډلو ټپلو، جنګسالارانو او سیاسي ګوندونو تر منځ د جوړجاړي او امتیازاتو له وېش سره تقسیم شوی دی.
■ تر ټولو خطرناک او مهم اړخ یې د هېواد د ملي ګټو پر سر د یووالي نشتوالی دی. ملي ګټې د بېلا بېلو ډلو ټپلو، ګوندونو او د دولت په کچه هم د تقسیم له ستونزې سره مخامخ دي. د دولت په کچه د ملي ګټو په اړه یو واحد تعریف نشته او همدار راز په ملي کچه د واحد دښمن تعریف هم نه لرو.
■ موږ یو دښمن نه لرو. که د یوې ډلي لپاره طالبان دښمنان دي د بلې ډلې لپاره پخواني جنګسالاران او جنایتکاران، همدا راز د سیمې په کچه که د یوې ډلې لپاره ایران دښمن دی د بلې ډلې لپاره پاکستان ، د ځینو نورو لپاره روسیه او چاته هم امریکا د دښمن حیثیت لري.
د دښمن واحد تعریف یوه ډېره پېچلې او ستونزمنه مسله ده. موږ باید خپل دښمن معلوم او یا لږ تر لږه و پېژنو. هر هغه څوک چې د دې خاورې پر خلاف کوم عمل کوي باید د ملت لپاره د دښمن حیثیت ولري او د مخنیوي لپاره یې هر ممکن عمل وشي.
موږ باید په لومړي قدم کې یو دښمن ولرو، تر څو په ملي ګټو کې یو والی منځته راولو.
د افغانستان د پولو او د خاورې ساتنې ته باید تر هر څه زیاته پاملرنه وکړو او د لومړیتوب په قطار کې یې راولو.
■ ځینې نور بیا پخپلمنځی منفي سیالیو کې ښکېل دي. او یوه یا بله ډله بیا د بېلا بېلو هېوادونو استخباراتې کړی د هغو مشرانو یا نفوذ لرونکو په واسطه د هېواد په نا خوالو کې شریک بولي.
هغه ستونزې او بحرانونه چې نن ورځ افغانستان ورسره مخامخ دی که څه هم زیات او پیچلي دي ، خو دا د حل وړ دي په ځانګړي ډول په داسې حالت کې چې نړیواله ټولنه په هېواد کې په فزیکې ډول راسره شته . د ټولنې ډېری برخه چې ځوانان دي د دې هېواد لپاره یو ډېر مهم او ښه فرصت دی، چې دوی په مثبت ډول د هېواد د پرمختګ او د ملي ګټو د خوندیتوب په لور سوق کړل شي، تر څو له دوی نه په سمه توګه ګټه واخیستل شي. او د کمتري احساس او ناامیدی پر ځای د هېواد ودانولو ته لاسونه راونغاړي.
یو چا د پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه د (خدای (ج) په نزد څو ګناهونه د معاف کېدو وړ نه دي)، پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) ورته وویل دوه. پوښتکونکي بیا وپوښتل کومې دوه، پیغمبر (ص) ورته وویل (د خدای (ج) په ذات کې د یو بل چا شریکول او نا امیده کیدل).
ناامیدي نه ده پکار باید د دې هېواد ټول ولس (فرد،فرد) خپل ګریوان ته وګوري او د خپل وس او استعداد سره سم د دې هېواد په پرمختګ، سوکالي او یووالي کې برخه واخلي.
په پښتون میشته سېمو کې د جنګ تمرکز، د ښونځیو سوزول، د پلونو سرکونو ورانول، په ښارنو او جماتونو کې ځان مرګي بریدونه ولې او د چا له خوا تر سره کیږي؟
ایا دا ټوله لوبه د همدې لپاره ده چې نړۍ ته وښودل شي چې هر چېرې چې تاوتریخوالی او جنګ ده هغه پښتون میشته سیمې دي ځکه چې دوی نه غواړي سوله او امن ولري.
د افغان ولس سیاسي بنسټونه ( د حکومت او حکومت نه دباندی چوکاټ کې) مدني ټولنه، روڼ اندي، بیلا بیل ګوندونه، کلتوري سازمانونه، متنفذه او ملي شخصیتونه او په تیره بیا د نن ورځي چټکه میډیا باید دې ټکو ته پام وکړي او د تپل شویو پټو اجنډاوو څخه افغان ولس خبر او د دوی د بیداری لپاره کار وکړي.
په دغسې حالاتو کې یوه ایمانداره او ژمن ټیم یا لارښود ته اړتیا ده، چې هېواد ته په سم لوري لارښوونه وکړي. دا په ولسمشر او د هغه په ټیم پورې اړه لري، چې داسې پلانونه او پالېسی طرحه کړي، څوخلکو ته ډاډ ورکړي چې قانون به پلی کیږي او د هېواد او ولس ګټې به تامینیږي، ولسمشر باید د یوه هېواد پرسته، چې د هېواد ملي ګټې او د ولس ښېګڼې ورته تر هر څه لومړیتوب ولري مشرتابه ټیم ته اهمیت ورکړي او له جنګ سالارانو څخه نور دغه ملت ته نجات ورکړي ، تر څو دا هېواد له ناخوالو او بدمرغیو څخه وژغورل شي.
په عمومي کچه په دې ملي هڅې کې باید ټول وطن پرست وګړي تر خپل وس پورې رول ولوبوي او د یوه داسې ممکن مثبت بدلون لپاره په تعمیري ډول ونډه واخلي ، چې په اوسنیو حالاتو کې هېواد د روان بحران او کړکیچ له منګولو څخه وژغوري.