دخيبر پښتونخوا امنيتي چارواکي وايي چي د دې سيمي په مرکز پېښور ښار کي ناپېژاندو وسله والو ١٦ ټانکرونه سوځلي . د چارواکو په وينا چي يادو ټانکرو په افغانستان کي مېشتو بهرنيانو ته اکمالاتي توکي لېږدول .
په سيمه کي د پوليسو د يو تن افسر خورشيد خان په وينا چي ياده پېښه د دې موټرانو په تم ځاى کي رامنځ ته سوې او نوموړى وايي چي کېداى سي دا کار د يوې بم يا ماين په وسيله رامنځ ته سوى وي خودا نه سي ويلاى چي آيا دا بم تر مخه لا په يوه موټر کي ځاى پر ځاى سوى و او که د وسله والو لخوا دم ګړى ورغورځول سوى و .