کور / تازه خبرونه / کندهار: نباتي امراضو د خټکيو حاصلات کم کړي دي

کندهار: نباتي امراضو د خټکيو حاصلات کم کړي دي

د دامان ولسوالۍ پاليزلرونكي وايي چي يو شمېر نباتي امراضويي دخټكيوسږني حاصلات كم كړي دي. دوي وايي چي دپاليزودناروغي دله منځه وړلولپاره چا ورسره هيڅ ډول مرسته نه ده كړې.
ددامان خټكيان چي دخپل خوند له مخي د كندهار په كچه باندي خاص شهرت لري اوله همدي كبله ديوشميرنورو ولايتونوته اوسيدونكي هم رانيولوته زيات ليواله دي خو ددي ټولوسره سره ددغي ولسوالۍ كروندګر وايي چي يوشميرنباتي ناروغيو او د تيلولوړو بيو ددوي سږني كښتونه سم نيمايي كم كړي دوي وايي چي چاورسره هيڅ ډول مرسته نه ده كړي .
يوشميرپاليزلرونكو.زموږ سره په خبرو كي وويل چي په خپلو سږنيو پالېزونو كي يي تاوان كړى اوكه يي درزاعت رياست ستونزه حل نه كړي نودحاصلاتوكچه به نوره هم كمه سي . په دي اړه ددامان ولسوالي دترويج مديرعبدالهادي وايي چي ددامان ولسوالي پاليزلرونكي ريښتاهم دفصلونوديوشميرناروغيوسره مخ دي چي نوموړي يي اساسي لامل په ياده ولسوالي كي دنباتي كلنك نشت په ګوته كوي خوددي ټولوسره سره بياهم نوموړي وايي چي ددي ستونزي دمحوه كولولپاره دهري نباتي ناروغي نموني خپل مركزي رياست ته ددرملني لپاره استوي څوددي لاري دداماني كرونګروستونزي تريوبريده حل سي .
عبدالهادي همداراززياتوي چي كه دنارغيوپه وخت كي بزګردرزاعتي ماهرنيوپه سپارښتونوعمل وكړي نو ستونزي به زياتي حل سوي وي .
د كندهاري كروندګرو ترټولو ستره غوښتنه داده چي د دولت له خوا ورته د مېوو بازارونوته ترټولوزياته پاملرنه وسي
.