د سولي د عالي شورا رييس برهاالدين رباني د کړکېچ د نړيوالې ډلي هغه څرګندونې په کلکه ردکړې، چې ويلي يې دي ښايي ولسمشر کرزى اضطراري حالت اعلان کړي.
دغه خبري استاد رباني كندهار ته د خپل سفر پر مهال وكړې
ده دغه څرګندوني د افغانستان د دښمنانو بې ځايه شايعات او پوچ تبليغات وبلل چي په وينا يې غو اړي په لوى لاس افغانستان د کړکېچ خواته ټيل وهي.
د سولي د عالي شورا رئيس وايي چې افغانستان له څولسيزوجگړو وروسته دسياست په يوه عبوري او پېچلې مرحله كي دى او دغه ډول څرګندوني هيڅ مانا نه لري.
نوموړي زياته كړل چي دغه څرګندوني د افغانستان د دښمنانو بې ځايه شايعات دي او هغه يې پوچ تبليغات وبلل
ديادوني وړده چې د کړکېچ د نړيوالي ډلې له خوا په يوه خپاره شوي راپور کې ويل شوي ول چي که د پارلمان تر منځ روان کړکېچ دوام وکړي ښايي جمهورريس حامد کرزى په هېواد کي اضطراري حالت اعلان کړي.
دغي ډلې په خپل راپور کې پر نړۍ والې ټولنې هم نيوکه کړې، چې په تېره يوه لسيزه کي يې په افغانستان کې ميليارډونه ډالر لګولي خو په دغه هېواد کي يې اقتصادي او سياسي ثبات نه دی رامنځته کړئ.