د افغانستان د سولي د شورا مشرتابه او يو شمېر غړو نن له غرمې مخکي د کندهار ولايت ته سفر وکړ او دلته يې کندهاري ولس ته په دې ولايت کي د وروستيو پېښو پرمهال د وژل سوو مخورو د غمجنو پيښو په اړوند خپل د تسليت مراتب وړاندي کړل.
د افغانستان د سولي د عالي شورا رئېس پوهاند استاد برهاندالدين رباني، د همدې شورا د درالنشاء مشر او په امنيتي چارو کي د ولسمشر کرزي سلاکار معصوم ستانکزي او ددې شورا يو شمېر نورو غړو د کندهار په منډيګک ماڼۍ کي د کندهار والي په کوربتوبه په جوړه سوې غونډه کي خپل د تسليت مراتب کندهاري ولس ته وړاندي کړل.
د فاتحې په دې مراسمو کي د ولسمشر کرزي ورور او قومي مشر شاولي خان کرزي، په کندهار کي د پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون قومندان، د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان، د کندهار امنيه قومندان، د ملي امنيت رئېس، ولسوالانو، جهادي شخصيتونو او ګڼ شمير قومي مشرانو او کندهار ميشتو خبريالانو برخه اخستې وه.
د فاتحې په دې مراسمو کي لومړى د کندهار د ولايتي شورا رئېس، کندهار ښاروال، د علماء د اصلاحي شورا رئېس، جهادي مشر امير لالي او د کندهار مخکني امنيه قومندان لوى پاسوال خان محمدته دوعاګاني وسوې اوورته د لوى خداى له درباره د فردوس جنت غوښتنه وسوه.
د افغانستان دسولي دعالي شورا رئېس پوهنوال استاد برهان الدين رباني د خپلو خبرو پرمهال په کندهار او د افغانستان په نورو برخو کي تر سره سوي بريدونه په کلکو ټکو وغندل او دا ډول بريدونه يې د اسلام د مبين دين، د افغانستان د بډاى کلتور او فرهنګ او افغانيت د بدنامولو يوه هڅه وبلله.
هغه زياته کړه چي د هيواد په شمال او سهيل کي وژل سوي قومي مشران د يوه قوم نه بلکه د ټول افغانستان استازي ول او د وژلو پلان يې د هيواد د پولو څخه دباندي جوړ سوى و.
نوموړي پر وسله والو ږغ وکړ چي د جګړې لاس واخلي.