کور / تازه خبرونه / د کندهار د سرپرست ښاروال د خبري غونډي جزيات

د کندهار د سرپرست ښاروال د خبري غونډي جزيات

د کندهار سرپرست ښاروال محمد نسيم رضايې نن د کندهار ولايت د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي په جوړه سوي خبري غونډه کي ګډون وکړ چي جزيات تاسو ته ټکي په ټکي وړاندي کوو.

((واقعاً موږ يوه ډېره لويه ضايعه لرله او ښاروال صاحب د سولي او خلکو د مخالفينو لخوا په ځآنمرګي بريد کي ووژل سو، خو د هغه وژنه په کندهار کي هغه کارونه چي ده شروع کړې ول ونه درول او هغه ټول پلانونه چي ښاروال صاحب طرحه کړي ول په هماغه ډول مخ ته ځي او هيڅ ځنډ او خنډ به پکښي رانسي.
په کندهار ښار کي د عمر بن خطاب د جامع جومات د رغوني کار دى چي د ښاروال صاحب په وخت کي پيل سوى و او اوس هم په پوره چټکۍ سره پر مخ روان دى او همداراز د همدې جامع څخه بيا تر شهيدانو څلور لاري ياده سيمه چي پکښي ميوند هوټل او يو شمېر نور ماکيټونه راځي ونړول سي ترڅو دا سيمه يو پارک سي او هغه کسانو ته چي دلته يې دوکانونه او تاسيسات ولري په بله سيمه کي ورته تاسيسات ورکول سي.
د کندهار ښاروالۍ مامورين همداراز د ښاروالۍ د ودانۍ کار هم چي پيل سوى وو په هماغه ډول تعقيبوي او د نهمي ناحيې اړوند د مرچې کوتل په سيمه کي پر دولتي مځکو جوړي سوي چاردېوالۍ هم نړول کيږي او دا پروسه به تر هغو روانه وي تر څو په دې سيمه کي ټول غير قانوني چاردېوالۍ نړول کيږي او پرې ماسټر پلان تطبيق کيږي.
د کندهار ښاروالۍ مامورينو په دې سيمه کي د روژې مبارکي مياشتي په لومړۍ ورځ چي عمومي رخصتي وه هم کارکړى او په هغه ورځ يې ٣٦٨ چاردېوالۍ نړولي دي او د کندهار ښاروالۍ مامورين ژمن دي چي په پوره ايماندارۍ سره د ښاروال صاحب ټول ارمانونه چي هغه لرل پوره کړي او پلانونه يې تطبيق سي.
د مرچې کوتل په سيمه کي د ښار او کور جوړوني د رياست لخوا جوړسوى ماسټر پلان تطبيق سي او ٢٠٠٠ کورنيو ته نمرې وويشل سي چي په دې لړۍ کي لومړى هغه کسان راځي چي له وړاندي د بانک آويزونه لري او ورپسې هغه کسان دي چي د ولسمشر لخوا معرفي سوي او د نمرو مستحق دي.
زه غواړم ټولو ښاريانو ته اطمينان ورکړم چي د نمرو د توزيع په پروسه کي به د هر ډول واسطي مخه نيول کيږي او د هيچا واسطه به ونه منل سي.
پوښتني : شمشاد تلويزون: په مجموع کي د کندهار ښار دننه او دباندي څومره دولتي مځکي قبضه سوي دي ؟

ځواب: د کندهار دننه او دباندي زرګونه جريبه مځکه د زورواکو او قانون ماتوونکو لخوا قبضه سوې ده خو زه کندهار ښاريانو ته ډاډ ورکوم او ورسره ژمنه کوم چي انشا الله دا ټولي مځکي بۀ د زورواکو څخه خلاصيږي.
اشنا تلويزون: د کندهار شهيد ښاروال غوښتل چي په حاصل خيزو مځکو کي د تاسيساتو د جوړېدو مخه ونيسي تاسي به څه وکړئ؟
ځواب: لکه چي مخکي مي يادونه وکړه د ښاروال صاحب ټول ارمانونه به پوره کيږي او هغه پلانونه چي دده په وخت کي جوړ سوي سل فيصده پلي کيږي او هيچاته به اجازه ورنکول سي چي د قانون مخه ونيسي.
سورغر: تاسو وويل چي کورونه او دوکانونه بۀ نړول کيږي، ايا دې کسانو ته به په مقابل کي د ښار په کومه بله سيمه کي نمرې ورکول کيږي که څنګه؟؟
ځواب: هو، هغه کسان چي مځکي او کورونه يې استملاک کيږي هغوى ته به د کندهار ښار په کومه بله سيمه کي نمرې، دوکانونه او مځکي ورکول کيږي او په دې برخه کي ټولي ستونزي او مشکلات هم چي ښايې مخته راسي په پام کي نيول سوي دي.
طلوع تلويزون: ولي تر دې دمه په کندهار ښار کي ماسټر پلان نه دى تطبيق سوى؟؟

ځواب: ماسټر پلان د ښاروالۍ نه بلکه د ښاري پراختيا درياست مربوط کيږي او دا د هغوى وظيفه ده چي ښاري ماسټرپلان جوړ کړي خو په دې برخه کي په تيرو کلونو کي ستونزي موجودي وې او ددې رياست د تيرو مسؤلينو سره هم څه ناڅه مشکلات وه چي پلان يې د ښاروالۍ رياست سره نه شريکاوه او دا کار ددې سبب سوى چي خلک پر خپل سر په غير قانونه ډول کورونه او مارکېټونه جوړ کړي.
په دې وروستيو کي د شهيد ښاروال د پرله پسې هڅو وروسته د ښاري پراختيا رياست لخوا د ښاروالۍ رياست سره ماسټر پلان شريک سوى چي پر هماغه اساس اوس په کار کي کارونه پيل سوي او انشاالله ښه ښارګوټي به جوړ سي.