که څه هم په دي وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت د ليږدوولو چاري پيل سوي او په اوو سيمو کي عملي بڼه ورکول سوې ولي دامهال مهاله ګڼ افغانان اندېښمن دي چي هسي نه وسله وال بيا ځلي فعال او د سيمو اوسيدونکي په ستونزه کې واچوي.
د امريکا سفير راين کروکر تېره ورځ په کندهار کې د يوي خبري غونډي پر مهال وويل لکه چي ټاکل سوې بهرني ځواکونه به په ٢٠١٤ کال کي له افغانستانه وځي خو دا په دۍ معنى نه ده چي نړيواله ټولنه به افغانستان ته شا اړوي او يوازي به يې پرېږدي بلکه له هغه وروسته به هم زموږ همکارۍ له يو بل سره دوام ولري.
نوموړي وويل چي امريکا او افغانستان دواړه ګډ اهداف لري او د همدې ګډو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره اوس مهال د دواړو هيوادونو ترمنځ د ستراژيک تړون پر لاسليکولو خبري رواني دي چي دا ټکى به د دواړو هيوادونو ترمنځ اوږد مهاله همکاري نوره هم قوي کړي.
د امريکا سفير همداراز زياته کړه چي دوى د بون او برلين کنفرانسونو ته ډېر په درنه سترګه ګوري او هيله مند دي چي په دې کنفرانس کې نړيوال متحدين له افغانستان سره د نورو زياتو مرستو ژمنه هم وکړي