کور / تازه خبرونه / نيمروز : د ١١ وسله والو دوژلو او د ٢ د ژوندي نيولو خبر ورکړل سو

نيمروز : د ١١ وسله والو دوژلو او د ٢ د ژوندي نيولو خبر ورکړل سو

د نيمروز ولايت امنيه قومندان عبدالجبار پردلي وايې چې ددي ولايت د خاشرود ولسوالۍ د کندهاريانو په سيمه کې د ايساف ځواکونو له خوا عمليات تر سره سوي دي.
دده په خبره چې ددي عملياتو پر مهال نهه تنه وسله وال وژل سوي او دوه تنه نور ژوندي نيول سوي دي.
نوموړي وويل چې په وژل سويو کسانو کې د مخکني طالب قومندان عمر ورور خالد چې دا مهال په ملا عصمت الله يې شهرت لاره شامل دئ.
ده وويل چې په دي وژل سوو کسانو کې دوه تنه عرب جنګيالي هم ګډون لري او په دي عملياتو کې بهرنيو ځواکونو ته زيان نه دئ اوښتى.
دا په داسې حال چې څه موده وړاندي هم د دي سيمي په بېلا بېلو عملياتو کې د عمر په نوم يو طالب قومندان وژل سوى و او ويل کېږي چې د هغه ځاى ناستى د هغه ورور ملا عصمت الله ټاکل سوى و.
په تېرو عملياتو کې هم د دريو تنو بهرنيو جنګياليو د وژلو خبر ورکول سوى و.
ددي پېښي په تړاو وسله وال طالبانوتراوسه څه نه دي ويلي.