کور / تازه خبرونه / دوه بهرني پوځيان وژل سوي

دوه بهرني پوځيان وژل سوي

د ناټو له لوري لراوبر ته په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ د افغانستان په لوېديځ کي د ناټو دوه سرتېري وژل سوي .
خبرپاڼي د خپلي پاليسۍ له مخي د وژل سوو سرتېرو د وژل کېدو کره ځاى او د هغوى هويت نه دئ په ډاګه کړى خو دونه بايد وويل سي چي په جنوب کي ډېرى بهرنيان امريکايان او بريتانويان دي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .