د افغانستان جمهوري رياست د يوې خبر پاڼي په خپرولو د ٣١ امريکايي او اوو افغان پوځيانو مړينه تائېد کړه.
خبرپاڼه وايي دغه سپېشل فورس يا ځانګړي ځواکونه تېره شپه د يوې څرخکي د رالوېدوله امله په ميدان وردګ ولايت کي مړه سوي دي.
نن سهار د ميدان وردګ ولايت چارواکو د يوې خبرپاڼي په خپرولو د تيري شپې د دې عملياتو په باب ويلي وو چي اته طالبان وژل سوي او يوه الوتکه رالوېدلې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د خپلو ملګرو مړينه تائېد کړې وه، او ويل يې چي څرخکه دوى ويشتلې او ٣٥ امريکايي پوځيان يې پکښي وژلي دي.
د جمهوري رياست خبرپاڼه هم تائېدوي چي ياده شينوک څرخکه برايي د ميدان وردګ ولايت د سيدآباد ولسوالۍ په تنګي سيمه کي رالوېدلې ده.
راپورونه وايي دا له ٢٠٠١ کال راهيسي لومړى ځل دئ چي په يوه پېښه کي د دونه ګڼ شمېر امريکايي پوځيان د مړيني پخلى کېږي.