کور / تازه خبرونه / کندهار : د درېيم سرحدي زون د قوماندان د خبري غونډي جزئيات

کندهار : د درېيم سرحدي زون د قوماندان د خبري غونډي جزئيات

په کندهار کي د دريم سرحدي زون قومندان پاسوال تفسيرخان خوګياڼي نن سهار د کندهار ولايت مقام دننه د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي خبري غونډي ته د خپل زون د لاسته راوړنو په اړه خبري وکړې چي ټکي په ټکي يې تاسو ته لېږو.
لومړى ستاسو ټولو څخه مننه کوم چي زموږ ږغ تر خلکو رسوى، لکه څنګه چي تاسي خبر ياست افغان سرحدي ځواکونه د خپل اسلامي رسالت او د افغانستان د اسلامي دولت د پاليسۍ سره سم خپل عمليات او ګزمې په مستقل او ګډ ډول مخ ته وړي او د قاچابرانو او ترورستانو مخنيوى او د افغاني پولو ساتنه يې د عمده وظيفو څخه شمېرل کيږي او په ښه ډول په دې پولو کي د پرتو خلکو په مرسته سرته رسېدلي دي.
افغان سرحدي پوليس د خپلو وظيفو په سرته رسولو کي ځيني وختونه د ستونزو سره هم مخ کيږي خو دا ستونزي او ننګوني داسي نه دي چي ګواکي زموږ د کار مخه دي ونيسي او موږ دي له خپلو کړنو راوګرځوي.

زموږ پوليسو د تيرو څو اوونيو په اوږدو کي د لوى کندهار په سرحدونو کي تر دې دمه د ګډو او مستقلو عملياتو پرمهال ٣٥ تنه مشکوک کسان چي پکښي د وسله والو لوړ پوړي قومندان او قاچاقبران هم شامل دي نيول سوي او اړوندو قضايې ادارو ته سپارل سوي دي.
ددې عملياتو پرمهال همداراز ٣ زره کيلو ګرامه ډول ډول کيمياوي توکي، ٥ سوه کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد، ١٨ ميله کلاشنکوف، ١٠ پايې مخابرې، ١٩٣ کړۍ ډول ډول ماينونه، ١٤ د ځانمرګي بريد واسکټونه، ٧٠ عدده د ماين پټاکۍ، ١٧٠ کيلو ګرامه هيروئين، ٨٤٠ کيلو ګرامه چرس او ٨ عرادې ډول ډول موټرونه د پوليسو لاسته ورغلي دي.
سرحدي پوليسو د کندهار او زابل ولايتونو په سرحدي سيمو کي د مخالفينو زياتي حملې په شا تمبولي او درنه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده او دا ټکي ددې څرګندويې کوي چي سرحدي ځواکونو له خپلو سيمو څخه د ساتني بشپړه وړتيا لري.
پوښتني: اشنا تلويزون: که چيري د کندهار او زابل ولايتونو امنيتي چاري هم افغان ځواکونو ته وسپارل سي څومره مطمين ياست چي تاسو به ددې پولو ساتنه وکړئ؟

ځواب: تاسو ته معلومه ده چي سرحدي پوليس د لوى کندهار د پولو په ساتلو کي د ښه شهرت څخه برخمن دي او زه په ډاډ سره ويلاى سم چي سرحدي ځواکونه ددې وړتيا لري چي د خپلو سيمو امنيت خوندي کړي ځکه همدا اوس په دې پولو د نورو سيمو په پرتله د بهرنيو سرتيرو شتون او ملاتړ ډېر لږ دى او افغان سرحدي پوليس په خپله ددې سيمو امنيت ساتي.

سلام وطندار راډيو: تاسو وويل چي ٣٥ تنه مو نيولي په هغوى کي څوک څوک شامل دي؟

ځواب: لکه چي مخکي مي يادونه وکړه په دې کسانو کي د وسله والو لوړ پوړي قومندانان ستون لري او همداراز پکښي يو شمېر هغه قاچاقبر دي چي ددې پولو له لاري به يې نشه يې مواد او نور توکي په قاچاقي ډول وړل او راوړل چي د پوليسو لخوا ونيول سول.

کليد راډيو: قومندان صاحب تاسو يوازي د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل ددې څو اونيو په اوږدو کي ستاسو تلفات څومره دي؟

تاسي هم خبرياست چي مخالفينو ددې توانايې له لاسه ورکړې چي ملي امنيتي ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي او ورته په مخامخ جګړه کي تلفات واړوي، زموږ تلفات د سړک غاړي ماينونو څخه رامنځ ته کيږي او دا ستونزه د ټول افغانستان په کچه وجود لري او علت يې دادى چي تر اوسه هم زموږ ځواکونه په هغه اندازه چي ښايې تخنيکي وسايط نه لري تر څو پرې ددې ډول بريدونو مخه ونيسي.

د تيرو څوو اوونيو په اوږدو کي ٦ تنه سرحدي پوليس وژل سوي چي هغه هم د ماين په چاودنو کي او هيڅ يوه داسي پېښه نه لرو چي په هغه کي دي کوم سرباز په ګولۍ لګېدلى وي.

طلوع ټلويزون: ويل کيږي چي د کندهار او زابل ولايتونو کي ځيني پولي سته چي هلته هيڅ امنيتي ځواکونه ستون نه لري او ايله پاته دي دا پولي به کله تړل کيږي؟

ځواب: نه! په کندهار او زابل ولايتونو کي ټولي سرحدي پولي خوندي دي او هلته زموږ کافي امنيتي ځواکونه موجود دي.

موږ دامهال د کندهار په ريګستان ولسوالي کي ١٠٠ تنه سرحدي او ٥٠ تنه ملي پوليس لرو او هغه پولي په بشپړ ډول د مخالفينو د شتون څخه خوندي دي او په هغو سيمو کي ميشت قومونه او خلک د پوليسو سره په بشپړ ډول همکار دي چي د همدې همکارۍ په نتيجه کي نژدې يوه اوونۍ وړاندي د مخامخ جګړې پرمهال لس تنه وسله وال ووژل سول او په همدې جګړه کي دوه تنه سرحدي پوليس هم ووژل سول.

د همدې ولسوالۍ مربوطاتو ته نژدې د هلمند ولايت د بهرامچې سره په اړوندو سيمو کي يوازي لس کيلو ميتره سيمه چي د بي بي جانې په نوم ياديږي خالي پاته ده او هغه هم د هلمند ولايت مربوط کيږي چي بايد له هماغه ولايته ورته ځواکونه ولېږل سي.

همداراز په زابل ولايت کي هم زموږ په کاپي اندازه پوليس موجود دي او هلته هم داسي کومه سمه نسته چي هلته دي امنيتي ځواکونه شتون ونه لري، يوازي يوه سيمه چي هلته پوليس ستون لري هغه د زابل ولايت او پکتيکا ولايتونو ترمنځ پرته غرنۍ ده چي د درخت يحى په نامه ياديږي او نژدې لس کيلو ميتره اوږدوالى لري او ټول غرنۍ سيمه ده يوازي هماغه سيمه ده چي هلته پوليس ستون نه لري له هغه پرته نور ټول زابل په امن کي دى او کومه سيمه خالي پاته نه ده