کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د ملي اردو ١٤٠٠ سرتېري فارغ سول

په کندهار کي د ملي اردو ١٤٠٠ سرتېري فارغ سول

د کندهار په ٢٠٥ اتل قول اردو کي د افغان ملي اردو ليکو ته ١٤٠٠ نوي شامل سوي سرتېري له ٢ مياشتنيو عملي او نظري پوځي زدکړو وروسته نن د يو لړ شاندارو مراسمو پرمهال فارغ سول.
دغو نوي شاملو سوو پوځيانو ته د ٢٠٥ اتل قول اردو دننه د دوو مياشتو په اوږدو کي د روزونکو لخوا عملي او نظري پوځي زدکړي ورکول سوي او ددې وړتيا يې پيدا کړې چي د وسلوالو مخالفينو پر وړاندي په کلکه مبارزه وکړي.
په کندهار کي د افغان ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان بريد جنرال عبدالحميد چي د فراغت په ننيو مراسمو کي يې ګډون کړى ؤ ټولو نويو فارغ سوو سرتيرو د مبارکۍ ويلو وروسته هغوى د ملي ګټو د خونديتوب لپاره مکلف کړل او پر هغوى يې ږغ وکړ چي په پوره ايماندارۍ او شجاعت سره د خپلو خلکو او سيمو ساتنه وکړي.
جنرال حميد وويل چي د ملي اردو نوي فارغ سوي ١٤٠٠ سرتيري به په کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولايتونو کي ځاى پر ځاى سي تر څو په دې سيمو کي د امنيتي حالت کړۍ پراخه او د مخالفينو لږ احساسېدونکى سته والى هم له منځه يوسي.
نوموړي زياته کړه چي دغه پوځيان به په پورته ذکر سوو ولايتونو کي هغه تشه چي دامهال د امنيت په برخه کي احساسيږي ډکه کړي او له خلکو يې غوښتنه وکړه چي د هغوى سره هر اړخيزه مرسته وکړي.