د کورنيو چارو وزارت وايي چي په تېرو ٢٤ ساعتو کي يې د افغانستان په بېلابېلو ولايتو کي د يو شمېر عملياتو په ترڅ کي ١٤ وسله وال وژلي ، ٤ يې ژوبل کړي او ٤٣ مو ژوندي نيولي .
د سرچينې په وينا چي ياد عمليات د ملي اردو ، ملي پوليسو ، ملي امنيت او ائتلافي ځواکونو له لوري په کابل ، غزني ، کندهار ، ننګرهار او هلمند ولايت کي ترسره کړي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .