کور / شعر / غزل

غزل

داګلاب ته بې بورا مه کړې ای خدايه
ماله يارڅخه جدا مه کړې ای خدايه
طبيب نه دی دزخمونو د دردونو
داسړی دلته پاچا مه کړې اي خدايه
چې مېړانه مې ولس ته پاتې نه وي
داسې وخت کې مرګی رامه کړې ای خدايه
داشنا د راتلولارګلاب ګلاب کړې
هېڅ اغزی پکې پيدا مه کړې ای خدايه
وايم داچې دمهران دغزل توري
بې مانا اوبې ښکلا مه کړې ای خدايه