د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کي د سړک د غاړي په ماين چاودنه کي دوه تنه کوچيان وژل سوي . د چارواکو په وينا چي ياد کسان تېر ماښام هغه وخت ووژل سول چي کله د سړک د غاړي پر ښخ سوي ماين وختل .
چارواکي دا کار د وسله والو طالبانو بولي خو خپله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .