په روزګان کي د نننۍ ډله ايزي حمله له وجي د بي بي سي راډيو خبريال احمداميد خپلواک هم وژل سوى دئ. اميد خپلواک چي د پژواک له خبري آژانس سره يې هم کار کاوه، د نوموړي آژانس د رئيس دانش کړوخېل په وينا د پېښي ځاى ته د راپور جوړولو دپاره تللى وو چي وژل سوى دئ د احمد اميد خپلواک ورور وايي چي نوموړی د حملې پر مهال د تلويزيون په دفتر کي په کار بوخت و ، تر لومړنۍ حملې وروسته يې کورنۍ ته د خپلي روغتيا حال ورکړﺉ و ، په يوه بل پيغام کي يې ورورته ليکلي وو ( که مړ سم دعاوي راته وکړﺉ ) .
د نوموړي ورور وايي چي د نوموړي پر وجود د چاودنو پرزې او يوولس مرمۍ لګېدلي دي ، دا معلومه نه ده چي خپلواک په قصدي ډول ويشتل سوی او که د جګړې په مرميو لګېدلی .
بلي خوا ته د روزګان چارواکي وايي په ولايت مقام، امنيه قومنداني، راډيو تلويزون وداني باندي تر ډېره جګړه روانه وه ، په دې پېښو کي ۲۱ کسان مړه او تر څلوېښتو زيات ټپيان سول . جاوید خپلواک :په اروزګان کې شهید خبریال امید خپلواک امریکا یانو وژلی دی
د خپلواک تر وژل کېدو درې ورځي وروسته د پنج شنبې په ورځ په روزګان ولایت کې دشهید خبریال ورورجاوید خپلواک وايي چې ورور احمد امید خپلواک یې امریکا يي سرتېرو وژلی دی . نوموړي خبریال ویبپاڼې ته وویل چې هغه داسي شواهد په لاس کې لري چې دورور قاتلان یې امریکا یان دي .ښاغلي جاوید په ټینګار سره وویل چې ۹ کسه شاهدان لري چې پر ورور یې امریکا يي سرتېرو ډزي کړي .
نوموړي بي بي سي راډیو او یو شمېر نوري رسنۍ په دې تورني کړې چې دامریکا یانو ملاتړ کوي او دوروردوژلو پړه یې طالبانو ته په غاړه وراچوي . ده خبریال ویبپاڼې ته وویل چې په بي بي سي راډیو کې له (………) خبري کړي دي چې دده په وینا دبي بي سي غبرګون سم نه وو. له بله لوري دبي بي سي راډیو دچارواکو له لوري دپیښي په ورځ دامید خپلواک وژنه غندل شوې او ویلي یې وو چې دپیښي پلټنې به وشي . د۲۰۰۷ کال دجون میاشتي پر ۷ نېټه په هلمند کې دبي بي سي یوبل تکړه خبریال صمد روحاني هم تر تښتولو وروسته شهید کړل شو چې دبي بي سي چارواکو یې دپلټنو غږ کړی وو خو دڅلورو کلونو په تېرېدو سره لا هم دپلټنو پایلي څرګندي نشوې .
داروزګان ولایت یوه اوسېدونکيو چې دپیښي عیني شاهد هم دی خبریال ویبپاڼې ته وویل چې دشهید امید خپلواک دوژنې په اړه قوي اسناد په لاس کې لري چې دده په خبره وروسته بې راڅرګند کړي ، هغه له خبریال ویبپاڼې وغوښتل چې نوم او داسنادو نوعیت افشانه کړي .
دامید خپلواک ورور جاوید خپلواک داروزکان دروغتیا دریس خان اغا میاخیل هغه خبره رد کړه چې پراحمد امید خپلواک چرې هم لګېدلي دي . دی وايي چې ډاکتر میاخیل یوازي شل دقیقې دهغوی کورته دفاتحې لپاره ورغلی وو. خپلواک وايي، کله چې هغه د راډيو ټلويزيون ودانۍ ته د خپل ورور د مړي د انتقال لپاه ولاړ، نو د بهرنيو سرتېرو ژباړونکو په خپلو منځونو کې ويل، چې څېره يې عرب ته ورته ده، بل يې ويل، چې نه پاکستاني ته ورته ده.
دی وايي ماورته وویل چې دا زما نازولی ورورو امید خپلواک دی چې خبریال وو. دده په خبره دورور دمړي تر لیدلو وروسته زه بې هوښه شوم.
نوموړی وايي چې زما ورور په ځانمرګي برید کې نه دی وژل شوی ،دی دا خبره پر دغه اساس کوي، چې ورور يې تر ١٢ بجو او ٤١ دقيقو پورې، چې هغه ته يې وروستى ټيلېفوني پيغام لېږلى، ژوندى و، په داسې حال کې، چې بريدونه شاوخوا ١٢بجې پيل شوي وو. همداراز دده په وینا ۹ کسانو شاهدي ورکړې ده چې پر ورور یې ګولي امریکا یانو چلولوې دي .
د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل دپیښي په روځ وویل چې د احمد اميد خپلواک پر جسد د چرو او هم د مرميو ټپونه وو.
ښاغلي میاخیل وویل چې : ((د هغه پر سر او راسته اوږه شاوخوا ١١ مرمۍ لګېدلې وې، خو د دې ترڅنګ يې پر مخ او وجود د چرو ټپونه هم وو، خو دا نه څرګندېږي، چې هغه د بهرنيو سرتېرو، پوليسو او يا که د بريد کوونکو پر ډزو لګېدلى دى.))
پژواک خبري آژانس دشهید خبریال دیوه پخواني استاد له قوله وايي چې احمد اميد خپلواک وروستۍ ټيلېفوني اړيکه د خپل يوه دوست دل اغا خياط سره نيولې وه، چې هغه ورسره په ماشومتوب کې د خياطۍ د زده کړې لپاره شاګردي کړې وه.
دل اغا خياط ویلي چې ((زه په همدې ورځ په کندهار کې وم، يو دوست مې راته وويل، چې په اروزګان کې سخته جګړه پيل شوې ده، له خپل پخواني عادت سره سم مې د معلوماتو لپاره خپل شاګرد احمد اميد خپلواک ته زنګ وواهه.))
دى وايي، اميد تر څو زنګونو وروسته د هغه ټيلېفون ځواب کړ او په ډېره بېړه يې ورته ويل، چې زه په ډېر سخت حالت کې يم، دعاوې راته کوه او له دې خبرې سره يې ټيلېفون بند کړاوما په پرله پسې توګه يې د اميد خپلواک شمېرې ته زنګ وواهه، چې کله کله به يې بوخته ښودله او کله به يې زنګ تېراوه، خو نه ځوابېده.
د هغه په وينا، تر پر له پسې زنګونو وروسته خپلواک يو ځل بيا خپل ټيلېفون ځواب کړ او دا ځل يې وويل: ((زه په راډيو ټلويزون کې په کار بوخت وم، چې اول ډېره سخته چاودنه وشوه او وروسته ډزې پيل شوې، زه اوس په يوه کوټه کې پټ شوى يم، هليکوپټر هم ګرځي او له هوا ډزې کوي، دعا راته کوه…))
دل اغا وايي، له دې خبرو سره يو ځل بيا ټيلېفون بند شو او وروسته چې مې هر څومره زنګونه ورته وهل، ګټه يې نه کوله.
خبریال ویبپاڼې سره دخبرو پر مهال ددامید خپلواک ورورو جاوید خپلواک دافغانستان له عدليي چارواکو ،ولسمشر کرزي او ټولو رسنیو څخه غوښتنه وکړه چې دده درورو دشهادت قضیه دي په بې پرې توګه وڅېړل شي او دپیښي عاملین دي دعدالت میدان ته راکش کړل شي . نوموړی وايي چې ورور یې دآزادي خبریالي ښکار شو.
طالبان وايي چې امید خپلواک دوی نه دی وژلی خو داروزګان بریدونه دوی کړي دي . داروزګان چارواکو دا خبره کړې چې تر اوسه لا دقیقأ نه ده روښانه چې شهید خپلواک په ځانمرګي برید او که په ډزو وژل شوی دی .
دبي بي سي پښتو او پژواک اژانس خبریال او دخبریال ویبپاڼې همکار امید خپلواک دپانج شنبې په ورځ دجولای میاشتي پر ۲۹ نېټه داروزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې په هغو ځانمرګو بریدونو کې ووژل شو چې شل نور کسان ورکي وژل شوي او او ۳۶ ټپیان دي .
ارواښاد احمد اميد خپلواک د غلام نبي زوى او د عبدالحميد لمسى و چې له اوس نه ۲۵ کاله مخکې د اروزګان ولايت د دهراود په تنګي کلي کې زيږېدلى و.
ده په اروزګان کې تر شپږمه ښوونځى لوستى و، چې د کمونیست پلوه حکومت پر مهال يې کورنۍ کابل ته ولېږدېده او له اووم تر نهم ټولګي يې ښوونځى په کابل کې ولوست.
خو چې په کابل کې کورنۍ جګړې پيل شوې احمد امید خپلواک له خپلې کورنۍ سره اروزګان ته ولېږدېد او د سيدال شا لېسه يې ولوستله.
احمد اميد خپلواک له څو کلونو راهيسې د خبريالۍ دنده ترسره کوله، نوموړي د مطبوعاتي خدمتونو تر څنګ سږ کال د اروزګان له عالي دار المعلمين نه فارغ شوى و.
ده له دريو کلونو راهيسې له بي بي سي سره کار کاوه او د ژوندانه د هر اړخ په اړه يې بې پرې راپورونه ورکول سربېره پر بي بي سي يې له پژواک خبري اژانس او يوې سيمه ييزې راډيو سره هم د خبريال په توګه کار کاوه.
ارواښاد احمد اميد خپلواک يو ورور لري، دوه کاله مخکې يې واده کړی و او يوه لورکۍ ترې پاتې ده چې لا د ۴۰ ورځو نه ده شوې.
د لراوبر اداره د خپل هر يوه هيوادوال په درد او غم خواشينې کيږي خو د ځوان ژورناليست احمدخپلواک قتل د هيوادوالو د ړندولو او کڼولو په معنا تعبيروي ، په سختو تورو يې غندي او د ارواښاد کورنۍ ، همکارانو او انډيوالانو ته د زړه له کومي د تسليت مراتب وړاندي کوي .
د ارواښاد روح دي ښاد وي ، ياد به يې انشاالله تل د افغانستان او نړۍ د ژورناليستانو سره تازه اوسي .
دګل غوندې دورځو مېلمانه وي ځينې خلک
په ډېرې خواشېنۍ سره موخبر ترلاسه کړچې دارزګان ولايت اوسيدونکی ليکوال اوژورنالېست احمدامېد خپلواک چې په خپل پلرني ټاټوبي کې يې دپژواک خبري اژانس او بي بي سي راډيوسره دخبريال په توګه دنده پرمخ بېوله دپنجشنبې په ورځ په ارزګان ولايت کې دخونړۍ وسلوالې جګړې په ترڅ کې دشهادت جام ګوټ کړ.دلويې پکتيا فرهنګي اوخپرندويه ټولنه اودافغان ننګ خپرونې اداره دارواښاد احمد اميد خپلواک مړينه دژورنالېزم په ډګرکې يوه لويه ضايعه اوتشه بولي ده ته له له الله ج دجنت فردوس اوکورنۍ ته يې دجميل صبرغوښتنه کوي له دولت اوښکېلو غاړوغواړي چې دعامو وګړو وژل دې بس کړي ځکه عام وګړي اوژورناليستان خپلواک اوپه چاپورې تړلي نه دي . ژورناليستان هغه څوک دي چې دولس ستونزې په ښه ډول انعکاس کوي اودوی دهېواد په ودانولوکې يومهم رول لوبولای شي. په پای کې ده ته يو ځل بيالوی څښتن ته لاسونه لپه کوو او ورته دجنت فروس غوښتنه کوو.
روح دې ښاد وي
ارمان دی بيا لېدویې درده پاتې شي دوی لاړشي
دګل غوندې دورځو مېلمانه وي ځينې خلک (درد)
د ارواښاد امید خپلواک د شهادت په اړه د سورغر اونیزي او ورځپآني د خوشیني پیغام!
په کندهار ولایت کي د سورغر اونیزي او ورځپاڼي اداره د خبریال ویپاڼي او بي بي سي خبریال ارواښاد امید خپلواک وژنه په ډېرو سختو ټکو غندي.
زه محمد سلطان شریفی د سورغر اونیزی او ورځپاني د ادارې لخوا د ارواښاد امید خپلواک وژل کيدل په هيواد کي په ځانګړې توګه د اروزګان ولايت د غمځپلو خلګو لپاره يوه نه جبرانېدونکي ضايعه بولم او د لوی کندهار د ټولو فرهنګي او مدني ټولنو په استازيتوب د افغانستان ټولو خبريالانو ته او په ځانګړې توګه د ارواښاد قدرمني کورنۍ ته د زړه له کومي تسليت وړاندې کوم.
د سورغر اداره د جګړي پر داواړو اړخو ږغ کوي، چي په افغانستان کي د بیګناه او مظلومو ولسي وکړو د وژنو څخه لاس پر سر سي. موږ دا منو چي د تیرو لسو کلونو په جګړه کی خبریالان چي د دې مظلوم او غمځبلی ولس استازیتوب کوي د دواړو اړخونو لخوا سخت ګواښل سوي دي. دا ځل د امید خپلواک وژنه په حقیقت کې د ژورنالیزم او رسنیو په وړاندي یو ستر ګوزار دی او د هیواد په جنوبي حوزه کې به د خپلواک صاحب مړینه رسنۍ د سترو ننګونو سره مخامخ کړي.
په ډېره خواشنۍ سره باید ووایم، چي مرګي او پانی دنیا د ارواښاد د قلم رنګ او اواز يې یو ځاي د همېشه لپاره په ستوني کی وچ کړ، ترڅو د نورو افغانانو په څېر يې د سولي هیلي د خاورو سره خاوري سي.
په پای کې زه محمد سلطان شریفی د سورغر ادرې د مرستیال، د افغانستان او په ځانګړې توګه د لوي کندهار د ولسونو په استازیتوب خپل د خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د خبریال ویپاڼي، د پژواک خبري اژانس مشر تابه، د بي بی سي راډیو مسولینو، د رسنیو څخه د دفاع کمیټو او د ارواښاد امید خپلواک کورنۍ ته وړاندې کوم، شهید ته د الله ج له دربار څخه د جنت فردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم.
په هلمند كې د آزادوخبريالانوټولنه په ارزگان كې د بي بي سي اوپژواك د خبريال وژل كيدل په كلكه غندي په ارزگان كې د پنجشنبې په ورځ د راديوتلويزيون په ودانى كې د بي بي سي اوپژواك خبري آژانس خبريال احمد اميد خپلواك چې د ښكيلوخواوترمنځ د جگړې په ترڅ كې شهيد شود هلمند د آزادوخبريالانوټولنه دده وژنه په كلكه غندي اوله ښكيلوخواوڅخه غوښتنه كوي چې په هره سيمه اوهرډول حالاتوكې د خبريالانوخونديتوب ته كلكه پاملرنه وكړي.
موږ په ارزگان ولايت كې د اميد خپلواك وژل كيدل يوه لويه ضايعه بولواوله مدني ټولنوڅخه غوښتنه كووچې په دې اړه پوره څيړنې وكړي اودا په ډاگه كړي چې اميد خپلواك په څه ډول اود چاپه ډزووژل شوى دى.
په نوموړي ولايت كې د اميد خپلواك وژل كيدل به زموږ هوډ كمزورى نه بلكې نورهم پياوړى كړي اوهاند اوهڅې به موداوي چې په ټولنه كې هرډول ناخوالې راپورته اود نړيوالوترغوږونو ورسوو.
د هلمند ولايت ټول خبريالان د اميد خپلواك اوپه دې پيښه كې د نوروشهيدانوله كورنيوسره په دې غم كې ځان شريك بولي شهيدانوته د الله تعالى له دربارڅخه د پردوس جنت غوښتنه كوي اوكورنيوته يې د تسليت مراتب وړاندې كوي.
په ډېرې خواشېنۍ سره موخبر ترلاسه کړچې دارزګان ولايت اوسيدونکی ليکوال اوژورنالېست احمدامېد خپلواک چې په خپل پلرني ځای کې يې دپژواک خبري اژانس او بي بي سي راډيوسره دخبريال په توګه دنده پرمخ بېوله . دپنجشنبې په ورځ په ارزګان ولايت کې دخونړۍ وسلوالې جګړې په ترڅ کې دشهادت جام وګوټ. په حقیقت کښی داروا ښاد احمد امید خپلواک وژنه د ارزګان ولایت او رسنیو ته یو ستره ضایعه ده. په هندوستان کی افغان محصلینو دشهید احمد امید خپلواک دالله(ج) په دربار کښی د جنت فردوس او کورنی ته یی جمیل صبر غوښتنه کوی
د پرديو په دې جنګ کي يې دروېشه
زه دې خوا ته زما ورور و هغه خوا ته
د قدر وړ او درانه لوستونکي دي ما وبخښي، ځکه زما ددغي لنډي ليکني محتوا او منځپانګه د ډېرو هغوو په څېر ده، چي تر سترګو به يې هتماً تېره سوې وي، بل؛ همدا د وخت جبر دى او د مهال اړتيا ده. موږ خو د نړۍ يو له هغو بېوسه او ناوسه ولسونو څخه يو، چي د خپل زړه بړاس او دردونه، خښم او ساندي ددغي يوازنۍ لاري څخه باسو او په دې توګه خپلي ناارامي اروا ته سکون ورکوو.
زه له کوچنيوالي څخه د خپل پلار له خولې دا يوه اصطلاحي دوعا ډېره اورم چي وايي (الله دي پر دې هيواد غيبي د رڼا پلو وغوړي)، خو دا دى تر اوسه زما د پلار دغه دوعا او خواست د رب په دربار کي د قبول وياړ نه کى خپل، نه دا چي د رڼا پلو ونه غوړېدى، بلکي بدرنګي تيارې خپل وزرونه نور هم پراخ کړل، يوازي لوى الله ج ښه پوهېږي، چي دا د رڼا پلوى به په دې توره دربيله کي پر پراته ولس کله وغوړېږي؟
زما د ژوند تقريباً ټول پنځه ويشت پسرليه په همدې اړو دوړ او تکه تياره کي تېر سول، تر دې ګړيه مي د ژوند هره لحظه له ځان سره يوه ترخه او خواشينونکې خاطره لري، نه پوهېږم چي دا شپه به کله سباه سي.
له کوچنيوالي څخه بيا تر دې ګړيه مي چي په ژوندي کي ډېر ليدلي او يا اورېدلي دي هغه يوازي او يوازي وسلې او د دوى وحشي ږغونه دي، همداراز د خپلو ګرانو هيوادوالو جنازې او د هغوى په وينو کي لژنده جسدونه دي، دا د وژنو او خونونو لړۍ لا روانه ده، تر ټولو بده او خوشينونکې لا دا چي دا هر څه د پرديو وحشي شکله او وحشي خويه انسانانو د موخو او پلانونو په نتېجه کي راپېښه ده، چي ورور مو په ورور وژني، رنګونه يې په لاس کي او په ډېر مهارت سره مو رنګوي او يو د بل په وړاندي مو جنګولو ته اړباسي.نه مو سر خلاص سو او نه دا هڅه کوو، چي دې رواني لوبي ته لږ څه د سر په سترګو ژور فکر وکړو.
پر موږ ددې تپل سوي خوني لوبي دا دى درې لسيزي اوړي، نه پاى ته ورسېدل او نه تمه کېږي چي په ډېر څه دي پاى وموي. دا د سترنج پېچلې لوبه ده، چي مهرې يې موږ، تخته يې زموږ ملک او لوبغاړي يې پردي ځيناور دي، په موږ مهرو چي دغه وحشيان هر څه کوي، موږ يې په پټو خولو او ړندو سترګو تابع يو، په نه څه اشارو او ښور سره د خپل کور له غړو ژوند اخلو، خوندونه، مزې او په برېتو کي خوږه مسکا د دوى وحشيانو په برخه ده.
په دې تپل سوې لوبه کي زموږ د جهاد، مجاهد، ملا او طالب مبارکي کليمې په ډېر قيمت او ورسره په خاص مهارت بدنامي او بدرنګي سوې، داسي چي اوس يې سړى له نامه څخه کرکه کوي، تاون موږ وکى او ګټه د دوى په برخه سوه. دا چي هيواد مو په کومه اندازه د نړۍ د هيوادونو له کاروان څخه وروسته پاته دى، له تصوره وتلې خبره ده.
موږ په ډېر وياړ خپل د کار سړي په دار ځړو، خپلي پښې په تبر وهوو، په تياره کي ژوند ګران راته ايسي، خو خپل څراغونه تر خاورو لاندي کوو، د ښه کور اواداره يو، خو پر ورانولو يې خوند اخلو. عجب ده، ټول سره خورو، هر څوک د ګور د چنجيانو متل راته کاروي، هديرې مو له جنازو او مسجدونه مو له فاتحو خالي نه سول، د غم کمبلي دي چي ورځ په ورځ ډېرېږي. په وطن کي مو (ګډه امۍ) شروع ده.
هيران دې ته يو چي نه مو دوعا قبلېږي نه شرا، اخر دا ولي؟؟؟؟؟؟؟
د احمد اميد خپلواک وژنه په کلکه غندي
نېټه: 06.05.1389
د کندهار د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو مرکز د اروزګان په ترينکوټ ښار کي ډلييزو بريدونو پرمهال د بي بي سي راډيو او پژواک خبري اژانس دخبريال او د خبريال ويبپاڼي د همکار احمد اميد خپلواک وژنه په کلکو ټکو غندي او پر هغه بريد پر ټولو رسنيو د بريد په معنى بولي. ډلييز بريدونه چي نن پنجشنبه د ١٣٩٠/٠٥/٠٦د غرمې پر دوولس بجې پيل سول پکښي د نورو ګڼ شمېر بې ګناه ملکي وګړو ترڅنګ هلته ځوان او تاند خبريال احمد اميد خپلواک هم د خپل کار په دفتر کي دوسلوالو لخوا په شهادت ورسېدى ( اِنا لِله و اِنا اِليه راجِعْون) روح دې ښاد وي. شهيد اميد خپلواک د خپلي کاري دورې پرمهال ډېر وختونه کوښښ کاوه چي د اروزګان د ولايت د خلکو ږغ چي تر ډېره نه اورېدل کېدى تر مسؤلينو ورسوي او ستونزو ته يې حل لاري پيدا کړي. په کندهار کي د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو مرکز شهيد خپلواک ته د فردوس جنت، کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر او پر نوموړي بريد کوونکو ته د سختي سزا غوښتنه کوي. د کندهار د رسنيو مرکز د شهيد خپلواک د کورنۍ سره په دې غم کي ځان شريک بولي او پر ټولو رسنيو ږغ کوي چي په يوه خوله ددې ډول غير قانوني او غير اسلامي اعمالو چي په هيڅ يوه ځاى او هيڅ يوه قانون کي ورته اجازه نه ده ورکول سوې د مخنيوي لپاره خپلي هڅي زياتي کړي. د پرمختګ او د بيان د ازادۍ دښمنان په دې ډول بريدونو سره هيڅ کله نسي کولاى چي د خبريالانو د سپېڅلي دندي مخي ته ګواښ سي او د هغوى اراده له خپلو سالمو اهدافو کرغېړنو هغو ته واړوي. د کندهار د رسنيو د اړيکو او معلومات مرکز ټول غړي د اروزګان ميشتي دولتي ادارې څخه په کلکه غوښتنه کوي چي د احمد اميد او لسګونه نورو بې ګناه انسانانو چي په ننيو بريدونو کي مړه او ژوبل سول عاملين ونيسي او د خپلو اعمالو په سزا يې ورسوي. په درنښتد کندهار د رسنيو مرکز
سويډن دمالمو ښار
د۲۰۱۱ م کال دجولاي ۲۸
دخواشينۍ اوډاډگېرنې دڅرگندولو پيغام
هغه لاسونه دي مات سي چې پر تاپروته سول
تير ويرمولاهيرنه وو اوتراوسه لا دافغانستان دپياوړي بچې شهيد محمدهاشم وطوال دويرکمبله اواره ده چي دپښتنو،علم اوفرهنگ قسم خوړلو دښمنانودپاکستان دکرنيلانو،استخباراتي تورمخوجنرالانويوه بله توره اوکرغېړنه دسيسه زموږ ولس اوپه ځانگړې توگه دروزگان ولايت دترينکوټ غمځپلي ښار يان دوير پر بلې کمبله کښېنول .
همدا شېبه مي دډله ايزو رسنيو له لاري په ترينکوټ کښي دپاکستاني نوکرانودترهگريزبريدخبرترلاسه کړ،هغه خبرلوستل مي لاپايته نه وه رسولي چي په بينواويبنواپاڼه کي بل دردونکی خبرخپورسواو دگران اميدجان خپلواک چي دعمريوگل ئي لانه ووټوکېدلی دشهادت خبرئي له ځان سره درلود .دې خبرزمادماشوم توب د دورې راته گران ملگري شهيد محمدهاشم وطنوال غم رانه هيراومافکرکاوه چي دهاشم وطنوال دشهادت ويرمي اوښکي په سترگوکي وچې کړي خودادي يوځل بياداغم للې اوښکي په سترگوکي راجاري سوې .قالوانا الله انا اليه راجعون
ارواښاداميد خپلواک دروزگان ولايت دترينکوټ په ښارکي يونوی راټوکېدلی ځوان وو،هغه دعلم ،فرهنگ اووطن سره مينه درلوده .ماته به ئي تل دروزگان اوترينکوټ دخلکوستونزي بيانولې .اميدجان خپلواک دروزگان دزورېدلوخلکو لپاره زمادوطني اوفرهنگی چوپړاوزمادارزوگانودرسولويوازنۍ همکار،ملگری اواستازی وو.زماله نظره هغه د هېواد دځوان فرهنگی اوژورناليستيکي ډګر ديوې ځلانده څيرې په توگه دډېرو ستونزواوکړاونو په زغملوسره په خپل ټول توان اوطاقت نه يوازي دروزگان بلکې دټول هيوادپه کچه دافغانانودژوند دښېرازي اوبسياينې اوپه هيوادکي دسولي اودموکراسی راوستلوسره خاصه اوځانگړې علاقه درلوده.
اميد جان خپلواک په ډير لږاوتنکي عمرکي دخپل ژورنالستيک مسلک سره دځانگړې علاقې له مخې يو پياوی ژورناليست اودخپلو همزولانوپه ليکه کښي ډير زر وځلېداودخپلي مسلکي پوهی له لاري ئي نه هېرېدونکي وياړلي خدمتونه کړي دي . اميدجان خپلواک دروزگان اوپه ځانگړې توگه ترينکوټ دښارځوانانوسره زياته مرسته کول اوهغوي ئي علمي اوفرهنگی کاروته هڅول اوهغه پدې ښارکي دځوان فرهنگی بهيريوله بنيادايښودونکوڅخه شميرل کيږي ،شپه او ورځ به ئې دځوان نسل روښانه راتلونکي په هکله فکرکاوه دبرېښناليک اوتليفون په مرسته به ئي پدې هکله دمشورواومرستي غوښتنه کول .
دگران اميد جان خپلواک دغه بېلگه او وړتيا ددې لامل وگرځېده چي دافغان ولس اوپوهې دښمنانولپاره پدې تياره سيمه کښي داروښانه شمع دتحمل وړنه وه اوداترلمر روښانه ده چي پاکستاني چارواکي اودکرزی صاحب پاکستاني وروڼه هيڅکله نه غواړي داسي شخصيتونه ژوندي پاته سي .
خوپدې بايد پوه وي چي د اروښاشهيد اميد خپلواک ناځوان مردانه په شهادت رسول به نه يوازي داچي په زرهاوو نور پر وطن مين ځوان ژرورناليستان ، ليکوال او اديبان راوزېږوي بلکه دهغه دشهادت دعاملينو،دادتورلېنگيونوکرانوپه وړاندي ئي دټول افغان ولس په تيره دقلم اوپوهي خاوندانوابدي کرکه اونفرت راوپاراوه .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره پداسي حال کښي چي دارواښاداميدخپلواک په شهادت رسول اودغه تروریستي عمل په کلکه غندي، ځان دارواښاد دغمځپلې کورنی ،دوستانو،علاقمندانواوټولونامدارواوگمناموژورنالستانواودهيوادله هغوپياوړځوانانوچي په سرکښې يوازي دخپل هيواداودې ربړېدلي ولس سره مينه ده ځانونه پدې ستر غم کي شريک بولي .د لوی خدای ( ج ) له دربار نه شهيداميد خپلواک ته فردوس جنت غوښتنه کوو.
روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله
دټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې په استازيتوب
حبيب الله غمخور
په كويت كي د افغان ليكوالانود ټولني لخوا د خواخوږۍ پيغام:
په خواشنۍ سره مو پرون ناوخته خبر تر لاسه كړ چي په روزګان ولايت كي
دبي بي سي راډيو ځوان خبر يال احمد اميد خپلواك په وسلواله جګړه كي وژل شوي , په خبريدو سره
يه خواشني شوو, خو ارواښاد ته د پاك رب په دربار كي جنت فردوس غواړو او كورنۍ
ته يه جميل صبر غوښتونكي يو,كڅه هم زمونږ لا د شكيبا اماج ,صمد روحاني او نورو افغان خبريالانو وژنو
غم هيرنه وه چي د ژورناليزم د ډګر بل ستوري احمد اميد خپلواك
د غم اوكمبود سره مخ شوو.
په كويت كښي ازاد خبريال او د ټولني مشر عمرعمران
په ډیری خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ ، چی د روزګان په ولایت کی د مخالیفینو په یوه وسله واله برید کی د پنجشنبی په ورځ په ۲۸ / ۷ / ۲۰۱۱ نیټه بیا زمونږ ډیر بی ګناه هیوادوال او یو ځوان او تکړه خبریال او ژورنالیست احمد امید ،، خپلواک ،، په شهادت رسیدلی دی ، مونږ په افغانستان کی ټول هغه نظامی فعالیتونه چی د بی ګناه افغانانو د وژنی سبب کیږی په کلکه غندو ، د ټولو نظامی خواو څخه غوښتنه کوو ،چی د بی ګناه افغانانود وژنی څخه لاس واخلی ، د محترم خبریال امید خپلواک شهادت د افغانی ټولنی اود هغه کورنی ټه ستر زیان بولو ، د روسی د سانکت پتربورګ ښار د افغانانو فرهنګی حلقه په دی ویر کی ځان شریک بولی ، د لوی خدای ج له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت او کورنیو ته یی د جمیل صبر غوښتنه کوی
په افغان ملت کړه رحم لویه ربه
دا د ویر لړی کړه ختم لویه ربه شپه او ورځ مو ټول ملت په اور کړیږی
دا د غم لیمڅی کړه جم لویه ربه
په ډیری خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چی د پنجشنبی په ورځ په ۲۸ / ۷/ ۲۰۱۱ نیټه د افغانستان د روزګان ولایت کی د مخالیفینو په وسلوال برید کی ډیر بی ګناه ملکی وګړی او ځوان ادیب او ژورنالیست ښاغلی احمد امید ،، خپلواک ،، په شهادت رسیدلی دی ، د روسی د سانکت پتر بورګ ښار د افغانانو فرهنګی حلقه په دی ویر کی ځان شریک بولی ، د ځوان خبریال امید خپلواک وژنه هیواد او دهغه کورنی ته ستر زیان بولی او دا جنایتی عمل په کلکه غندی ، د ټولو ذیدخله وسلوالو ډلو څخه غوښتنه کوی چی د ملکی وګړو د وژنی څخه لاس واخلی ، مونږ د لوی خدای ج څخه ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت او کورنیو ته یی د جمیل صبر غوښتنه کوو
په افغان ملت کړه رحم لویه خدایه .
دا د ویر لړی کړه ختم لویه خدایه .
شپه او ورځ مو ټول ملت په اور کړیږی .
دا د غم لیمڅی کړه جم لویه خدایه
دپژواک خبریال شهید امید خپلواک دوژلو په اړه دمیدان وردګو والي محمد
حلیم فدایي دخواشینۍ پیغام!
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې دپژواک او بي بي سي تکړه
خبریال احمد امید خپلواک پرون غرمه مهال دهېواد دسولې او ثبات دښمنانو
دیو تروریستي برید په ترڅ کې په شهادت ورسیدو.
انالله وانا الیه راجیعون
امید خپلواک په تیرو څو کلونو کې د هېواد د بېلابېلو رسنیوو لپاره په
جنوبي حوزه او په ځانګړې ډول دارزګان په ولایت کې دژورنالیستۍ مقدسه دنده
په پوره اخلاص او صداقت سره پرمخ بولې او ددغه سیمې دخلکو واقعي غږ او
ستونزې یې تر مرکزي دولت او نړیوالې ټولنې پورې رسولي، خو دارواښاد
خپلواک دغه سترې لاسته راوړنې دهېواد دسولې او ثبات دښمنانو لپاره دزغم
وړ نه وي او دا ورته ګرانه تمامیده چې د دوۍ وحشي څیرو او کړنو څخه دنقاب
پرتې پورته شي، چې له امله یې پرون دیو تروریستي برید په ترڅ کې دهېواد د
ډیري ملکي وکړو په ګډون په شهادت ورسولو، دوسلوالو دغه غیر اسلامي ناوړه
او کرغیړن بریدونه به دعامو افغانانو په زړونو کې د دوۍ څخه دلا زیاتې
کرکې دپیدا کیدو سبب شي او د تل لپاره به دتاریخ په پاڼو کې د راتلوونکو
نسلونو لپاره دوحشت او بربریت درسونه شي.
دامید خپلواک وژنه په حقیقت کې دژورنالیزم او رسنیوو پرمخ یو ستر ګوزار
دی، دوسلوالو دغه کرغیړن عمل په کلکه غندو او په جنوبي حوزه کې دامید
خپلواک مړینه به رسنۍ دسترو ننګونو سره مخامخ کړي.
په پای کې زه دمیدان وردګو ولایت دولسونو په استازیتوب خپل دخواشینۍ او
ډاډګیرنې مراتب دپژواک خبري اژانس مشرتابه،دبي بی سي راډیو مسولینو ،
درسنیو څخه د دفاع کمیټو او د ارواښاد امید خپلواک کورنۍ ته وړاندې کوم
،شهید ته دالله ج له دربار څخه دفردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر
غوښتنه کوم.
محمد حلیم فدایي
دمیدان وردګو والي
د پښتو ادب او ژورناليزم يه ډګر کښې ښاغلى احمد اميد خپلواک هم لکه دنورو ژورناليستانو په شان خپل ځان د هېواد دسولې او يووالې په خاطر قرباني کړ . زه دخپل اړخه دنوموړى کورنى او دپژواک خبرى اژانس ادارې سره ځان پدې غم کښې شريک ګڼم او دنوموړي روح دي ښاد وي او رب ته لاسونه لپه کوم چې په دغه لاره کښې قربانې شويو ژورناليستانو روحونه دجنت په باغيچو کښې وګرځوي . ان الله وان اليه راجعون
په درنښت _ عارف خان همدرد ساپى
له اميدسره مي وروستۍ ليدنه
دزمري دمياشتي ۵ نېټه وه چې په ترينكوټ كې دولسي مشرانويوه ډيره لويه غونډه رابلل سوې وه .
دغونډي اصلي هدف دجان محمدخان ترمرگ وروسته دهغه زوى ته دپښتني دود سره سم دقبايلي مشرپه توگه دلنگوټې تړل وه .
دچهارشنبې دورځي پوره ۱۰ نيمي بجې وې چې له ځينونوروخبريالانوسره يوځاى زه هم په ترينكوټ كې هغي لويې غونډي ته ورسيدم چې گډون والويې له نوروولاياتوڅخه دمېلمنودورتگ انتظار كاوه.
هغه لوى سالون ته چې دغونډي لپاره ټاكل شوى وو ،له داخلېدوسره مي سم چاپراوږه باندي لاس كښېښود
– پوپل صاحب ستړى مسې ،څه حال څه احوال ؟
– اوهو! اميدجانه داته يې څنگه يې! ،ملگري څنگه دي دندي اوكارونه څنگه دي؟
– شكردى دالله (ج) فضل اوكرم دى تېرېږي .
دغونډي سمبالوونكوله ده څخه غوښتنه وكړه چې دسټېج دسرانانسري وكړي .
دغونډي لپاره يوازي يونيم ساعت وخت ټاكل سوى وو،ځكه دكندهار،هلمنداوزابل ولايتونوڅخه راغلي مېلمانه بيرته خپلوولايتونوته تلل .
دغونډي ويناوالو پردې اندېښنه وښووله چې په هيواداوپه ځانگړي ډول جنوبي سيموكې ناامني ورځ تربلي زياتېږي اودكارسړي لمنځه وړل كېږي .
اميدجان كوښښ كاوه چې دغونډي لپاره ترټاكل شوي وخت زياتى ونسي اوله ويناوالوڅخه وغوښتله چې په ټاكل شوي وخت كې خپله ويناوي پاى ته ورسوي .
ده ديوه باجرئته اومسلكي ژورناليست په توگه حركت كاوه ،له وخت څخه په گټه اخيستنه د انانسرى سره ،سره يې فلم برداري هم كوله اوله وړاندي څخه يې لادهغورسنيولوگووي پرسټېج اېښي وې چې ده ورسره دندي درلودې .
دمشرانوخبره ده وايې چې (( زموږافغانانولويه ستونزه داده چې دوخت ارزښت راسره نشته ))
ماچې اميد وليد په رښتيا دوروسته پاته روزگان لپاره داميدونو وړيوڅوك راته معلوم شوو .
دپنجشنبې په سهارمي لا دحج اواوقافو پررئيس مولوي حكمت الله باندي دسوي بريدپه باب دبي بي سي په دري اوپښتوخبرونوكې دده راپور واوريد.
دتقديرفيصله وه ،پدې نه ووخبرچې نوربه پردې فاني نړۍ داميد څودگوتوپه شمېرساعتونه ژوندپاته وي اونوربه په ژوندون اميد ته دچااميدونه نه وي .
پوره ۲۴ ساعته وروسته دپنجشنبې په هغه ساعت چې موږله اروزگان سره مخه ښه وكړل داميددشهادت خبرمي له خان آغامياخيل څخه واوريد .
دى په روزگان كې دروغتيا رئيس دى ،ديوې غوره خبري سرچېنې په توگه ټولورسنيودده له خولې څخه د روزگان دخونړۍ پېښي په ترځ كې دسر د اوښتي زيان كچه شېبه په شېبه بيانول .
مادروزگان دوالي ويانداحمدميلادمدثرته تليفون وكړ .
– څه حال دى مدثرصاحب ،تلفات څوتنوته رسېدلى ؟
– وروره تراوسه پوري لادقيق نشم درته ويلاى خوروغتون ته دڅونورو وژل سويوكسانوپه شمول دبي بي سي دخبريال احمداميدخپلواك جسدهم لېږدول سوى .
– آه !څه شي ،اميدخپلواك هم وژل سوئ ؟
– بلي هو.
مادځوانيمرگ اميدخپلواك دمرگ خبرپرداسي وخت واورېدچې لامي هم دتري (ترينكوټ)په غونډه كې دده دږغ انگازه له سرڅخه نه وه وتلې :
(( دوستانوپه اجنډاكې دزياتوكسانونومونه ليكل شوي كه مهرباني وكړى ټاكل شوى وخت په نظركې ونيسئ ))
ځوانيمرگ اميدخپلواك پردې فاني نړۍ دوروستي پيغام په ډول خپل مشر ورورجاويد ته په لېږلي تليفوني پيغام كې ددوعاوغوښتنه كړې
((وروره زه په جنگ كې راگېريم ،كه مړشوم دوعاوي وراته كوى ))
فاني دنياده پدې ټول مسلمانان الحمدالله ايمان اوعقيده لروچې (( هرژوندى ساكښ به دمرگ خوندڅكي )).
خولاهم يوازي او يوازي څښتن تعالى پوهيږي چې نوربه څومره دوستان پدغسي دردونكي او ناببره ډول دتل لپاره پداسي پېښوكې له يوبل څخه جلاسي .
دروېش وايي
په تاسو كي خو ستر خلګ وي ستري سرمايې
په موږ كي خو د سر سړي د دار لپا ره وي
له يوخوا دنفرت په دې دنياکې اخرهم يوازې پاتې شوم اوله بلې خودنفرت پلويان دمحبت خپرونکي وژني اميد خپلواک چې دخپلواک محبت دخپريدوپه اميد يې په زرگونو اميدونه نااميده پاتې شول اوزما زړه ته يې سخت ټکان وکړ
فضل قادرانډيوال پېښور
د ژورناليست اميد خپلواك پر وژنه سخت خواشني يو ، خداى دي فردوس جنت ور په برخه كړي
د ارواښاد كورنۍ او دوستانو ته د تسليت او صبر غوښتونكي يو .
دا چي ځړيږي مخامخ درته په دار سرونه
په دې وطن كي بس همدغه وو د كار سرونه
ظالمان مو د سر سړي نه را پريږدي
خداى دي دا راته رووستۍ كړي
علامه محمود طرزى عليمي او كلتوري ټولني اداره
الله تعالی یی دی شهادت قبول کری او کورنی ته یی دی الله تعالی صبر جمیل ورکری او بیا دی الله تعالی داسی غم نه پیشوی
دامي لويه بدبختي نه ده نوڅه ده
چي پردي جنګ کي زمادکورزمري مري
موږلادشهيدعبدالصمد(روحاني)ماشومان په دې کرارووچي هغه اوس راځي،دشهدي څانګي اماج کورنۍ الاهم سترګي داوښکوڅخه پاکي کړي نه دي،دشهيدجاويداحمدياران هم په ويرکي ناست دي اودادى خپلواک هم راڅخه ولاړى.
انالله وانااليه راجعون
هو!ارواښادځوانيمرګ احمداميدخپلواک مي دټيلفون پرکرښه ملګرى وو،دميني اوخلوص يوه نه بدلېدونکې ټوټه وه،اوهروخت به يې چي ټيلفون ته جواب راکاوه نوپه مسکابه يې سلام راته وکړاوکه هرڅومره به مصروف وو،خوماته به يې ويل (نه کارنه سته څه کيسې دي).
موږدکندهارفرهنګيان دخپل يارځوانميرګ خپلواک وژنه غندواوقاتل ته په دنيااواخرت کي دهمېشني شرمېدوهيله کوو،کورنۍ،ملګرواويارنوته يې دجميل صبرغوښتنه کوو
سيداغا(وطن يار)
دروهي ادبي بهيرګذارشګر
دامي لويه بدبختي نه ده نوڅه ده
چي پردي جنګ کي زمادکورزمري مري
موږلادشهيدعبدالصمد(روحاني)ماشومان په دې کرارووچي هغه اوس راځي،دشهدي څانګي اماج کورنۍ الاهم سترګي داوښکوڅخه پاکي کړي نه دي،دشهيدجاويداحمدياران هم په ويرکي ناست دي اودادى خپلواک هم راڅخه ولاړى.
انالله وانااليه راجعون
هو!ارواښادځوانيمرګ احمداميدخپلواک مي دټيلفون پرکرښه ملګرى وو،دميني اوخلوص يوه نه بدلېدونکې ټوټه وه،اوهروخت به يې چي ټيلفون ته جواب راکاوه نوپه مسکابه يې سلام راته وکړاوکه هرڅومره به مصروف وو،خوماته به يې ويل (نه کارنه سته څه کيسې دي).
موږدکندهارفرهنګيان دخپل يارځوانميرګ خپلواک وژنه غندواوقاتل ته په دنيااواخرت کي دهمېشني شرمېدوهيله کوو،کورنۍ،ملګرواويارنوته يې دجميل صبرغوښتنه کوو
سيداغا(وطن يار)
دروهي ادبي بهيرګذارشګر
خدای تعالی دي يې جنتونه نصيب کړي. خو خبره دا ده وايي دکوڅې مرداري پر ليوني تاوان ده. لکه مخکي چې هرڅه پر کمونسيتانو تاوانېدل اوس يې ښه پلمه طالبان دي. دعاء مي دا ده چې دغه اسناد ژر تر ژره ميدان ته راووځي او قاتلان يې رسوا سي. د ارواښاد اميد ژوند او کار د افغاني ژورناليستانو لپاره ښه مثال کېدای سي. روح دي يې ښاد وي
د مرحوم احمد امید خپلواک پر وژل کیدو سخت خوشینی شوم، خدای تعالی دې هغه ته جنتونه او کورنۍ ته صبر ورکړي.
اوس چي ژونديو شاهدانو دا خبره وکړه چي امید امريکايانو په قصدي ډول وژلی دی د بي بي سي په ګډون د دنيا ټول مطبوعات ړانده او کاڼه سول او هيڅ څوک دا خبره نه يادوي . په دې حال کي هغه چي ځانته ازاد مطبوعات وايي هم خپلي سبسايډۍ په خطر کي ويني او دې حقيقت ته انعکاس نه ورکوي . دشرم ځای دﺉ ، دا ورځ سبا پر هر يوه راتلای سي !
الله ج ددامیدجان خپلواک شهادت پرخپل دربارکی قبول کری الله دی دادول نور قتلونه پردی هیواد کی بس کری الله د امیدجان ته فردوس جنت ورکری
په ډېرې خواشېنۍ سره موخبر ترلاسه کړچې دارزګان ولايت اوسيدونکی ليکوال اوژورنالېست احمدامېد خپلواک چې په خپل پلرني ځای کې يې دپژواک خبري اژانس او بي بي سي راډيوسره دخبريال په توګه او همدارنګه یی له افغانبیسم مخابراتی شرکت سره د یو تخنیکی کس په صفت دنده پرمخ بېوله . دپنجشنبې په ورځ په ارزګان ولايت کې دخونړۍ وسلوالې جګړې په ترڅ کې دشهادت جام وګوټ او خپل ژوند ته یی دپای ټکی کیښودل شو. په حقیقت کښی داروا ښاد احمد امید خپلواک وژنه د ارزګان ولایت او رسنیو ته یو ستره ضایعه ده. نو خپله زه دشهید احمد امید خپلواک ته دالله(ج) په دربار کښی د جنت فردوس او کورنی ته یی جمیل صبر غوښتنه کوم . ډیره می خوا بده پر دی شوه چی ځوان وه او نوی واده یی کړی وه زما شخصی ملګری وه نو الله ج د رحم او مرحمت ورباندی ولوروی .
په درنښت
محمدجان سروری
په ډيره خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړچي بيامودافغانستان ديوستړى سمي ژبه دلاسه ورکړه
اروښادخپلواک
خپلواک ته دفردوس جنت ،کورنۍ اويارانوته يې دجميل صبراوقاتلينوته دهمېشنۍ شرمنده ګۍ غوښتنه کوم
په درنښت
ثناءالله مخلص،او وطن يار
http://www.haar.blogfa.com
دږوب دمطبوعاتي مرکزدټولوملګروپه استازيتوب دخبريال احمداميد خپلواک په مړينه زښت زيات غمجن يم . دارواښادلپاره له باداره دجنت اودکورنۍ لپاره دصبراوحوصلې دعاکوم .
ليکوال اوژورنالېست احمدامېد خپلواک چې په روزگان ولايت كي يي دپژواک خبري اژانس او بي بي سي راډيوسره دخبريال په توګه دنده پرمخ بېوله . دپنجشنبې په ورځ په ارزګان ولايت کې دخونړۍ وسلوالې جګړې په ترڅ کې دشهادت جام وڅشي په حقيقت کښي داروا ښاد احمد اميد خپلواک وژنه دافغانستان ټولو رسنيو ته يو ستره ضايعه ده. په هندوستان کي افغان محصلينواو دافغانيستان په زياتو ولايتونو كي درسنيو داستازو له خوا دشهيد احمد اميد خپلواک دالله(ج) په دربار کښي د جنت فردوس او کورني ته يي جميل صبر غوښتنه کوي
گلريزشيرزاد دهيوادټلويزيون خبريال
طالبانو دبن لادن قاتلین ووژل
پرون ناوخته ځینوامریکايي رسنیو خبر ورکړ هغه شینوک الوتکه ،چې پرون دوردګو په تنګي کې رانسکوره شوه سپرلۍ يې ټول هغه ځانګړي امریکايي ځواکونه و ، چې په تیره می کې دپاکستان په ایبت اباد کې بن لادن په نښه کړې و .
اسوشیتډپریس وايي : په الوتکه کې دوه ویشت تنه دامریکا دسمندري ځواکونو ځانګړي ځواکونه درې نور دامریکا دهوايي ځواکونو سرتیري ، سپی ساتونکې له خپل سپي سره ، ملکي ژباړن و ، خو کره شمیره تر اوسه نه ده جوته شوه – په کابل کې ناټو منلې ده ،چې دا ټول 31 تنه و – پردې سربېره اوه افغان کوماندو ځواکونه وو .
فوکس نیوز په پنتاګون کې دخپلو سرچینو پر مټ وايي : پرون دافغانستان په وردګو کې زموږ له 20 ډیر سرتیري ووژل شول او دا دشپږم کنډک غړي و ،چې په SEALS مشهور و او دا هغه کنډک و ،چې بن لادن يې له منځه وړلې و .
امریکايي ورځپاڼو هم نن دوردګو پېښې ته اشاره کړې ده او دا يې له 2001 ز راوروسته په افغانستان کې پر امریکایانو سخت ګوزار بللې و ، چې په یوه ورځ يې دومره مهم سرتیري له لاسه ورکړل ، دیادونې ده ، چې په 2005 ز کې په جون کې په کونړ کې هم دامریکایانو یوه الوتکه رانسکوره شوې او هغه مهال يې شپاړلس سرتیري وژل شوې و.
امریکایانو اوس منلې ده ،چې دا الوتکه د طالبانو پر ډزو رانسکوره شوې ده خو دوسلي کیفیت یې نه دی ښودلې په دې وروستیو کې دچارو ځینې شنونکې وايي : طالبانو اوس پرمختللې وسلې تر لاسه کړې دي ،چې الوتکې پرې په نښه کولای شي
خدای دی وبخښی امید خپلواک یو ښه ځوان وو خو موږ ته پکار ده چی د هغو کسانو یادونه هم وکړو چی په دغه غمیزه کی یی خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړیدی خو زموږ ځینی وروڼه یوازی هغه کسان یادوی چی د هغوی نوم په میډیا کی ډیر اخیستل کیږی او نورو وګړیو ته یوازی د یو ژوندی مخلوق په څیر ګوری نه د یو انسان په توګه خو زما د ټولو انسانانو په خاصه توګه د مسلمانانو څخه دا هیله ده چی باید هر هغه کړنه چی د افغانانو او مسلمانانو په وړاندی موقف نیسی باید وغندل او په هغه کی د پیښو د ټولو قربانیانو د کورنیو سره غمشریکی وکړ………..مننه