کور / تازه خبرونه / کندهار : چاودني ٧ تنه ژوبل کړل

کندهار : چاودني ٧ تنه ژوبل کړل

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت د لويي والې په سيمه کي د ملي اردو پر موټر د سړک غاړي ماين چاودنه سوې چي په پايله کي يې پنځه تنه عام وګړي او دوه تنه د ملي اردو پوليس ژوبل سوي .
د کندهار د امنيت آمر ياده پېښه تاييدوي او وايي چي ژوبل کسان يې روغتون ته د درملني په موخه وړي .