کور / تازه خبرونه / د ٢ وسله والو او ١ ملي پوليس د وژلو خبر ورکړل سو

د ٢ وسله والو او ١ ملي پوليس د وژلو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت په شاه وليکوټ ولسوالۍ کي د يوې نښتي په پايله کي دوه وسله وال او يو د ملي پوليسو عسکر وژل سوي .
د چارواکو په وينا چي يادو کسانو ته هغه وخت مرګ ژوبله واوښته چي کله په ياده ولسوالي کي د ملي پوليسو پر يوه پوسته وسله والو بريد وکړ .
چارواکي وايي چي د وژل سوو کسانو څخه يې دوه ميله کلاشنکوفونه هم نيولي .
په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .