کور / راپور / ځانمرګي د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي وواژه

ځانمرګي د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي وواژه

 


کندهار ولايت مقام د کندهار ښاروال غلام کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي نن ۲۷ جولای ۲۰۱۱ په يوه ځانمرګي بريد کي ووژل سوحيدر حميدي وژنه تاييد کړه او وايي چي نوموړى نن ورځ د يوه ځانوژونکي بريد په پايله کي وژل سوى . خبرپاڼه ليکي چي ځانوژونکى بريد په هغه غونډه کي سوى چي د لويي والې د سيمي د اوسيدونکو او ښاوال تر منځ روانه وه . خبرپاڼه ليکي چي په دې بريد کي يو تن ملکي وګړى هم وژل سوى . د پېښي مسئوليت تر دا مهاله کومي ډلي په غاړه نه دئ اخستى .


ښاروال څو اوونۍ مخکي په يوه خبري ناسته کي وويل چي هڅه کوي په کندهار کي هغه دولتي مځکي چي د زورواکانو لخوا غصب سوي دي بيرته ترلاسه کړي او د قانون په چوکاټ کي يې پر اړمنو خلکو وويشي ، نوموړي پرون د جولای پر ۲۶ په دې اړه عملي ګام پورته کړﺉ و او د لو والې د سيمي د هغو د هغو کورونو نړول يې پيل کړل چي په بې قانونه توګه غصب سوي وې ، نوموړي پرون وويل چي ۲۰۰۰ نمرې به په قانوني توګه مستحقو کسانو ته وويشي .


د کندهار ښاروال له سلوک څخه يو شمېر خلکو سرټکاوه مګر بله خوا د کارپوهانو له نظره بيا د ښاروال پلانونه د اوږده مهال لپاره د ولس په ګټه ښکارېدل ، د کندهار ډېرﺉ اوسيدونکي مني چي ښاروال د توند مزاج خاوند و ، مګر د خپلي دندي پر مهال يې هيڅکله معامله او رشوت نه مانه .


د کندهار والي توريالي ويسا لږ مخکي په يوه خبري ناسته کي د ښاروال په اړه وويل چي د زورواکانو او غاصبينو پر وړاندي په مبارزه کي قرباني سو . والي وويل په کندهار کي دي غاصبين پر ښاروال د سوي بريد په اړه خو ښي نه کوي او ځکه دلته نور پر وطن مين کسان هم سته چي د ښاروال ارمانونه به پوره کړي .


غلام حيدر حميدي د غلام سرور خان حميدي زوى او له نن څخه ٦٥ کاله وړاندي يې د کندهار ولايت د ارغنداؤ ولسوالۍ د کوهک په کلي کي دې پاني نړۍ ته سترګي پرانستي وې.


حميدي لومړنۍ زدکړي په خپل پلرني کلي کوهک کي کړي او ١٢ ټولګى يې د کندهار په ميرويس نيکه عالي لېسه په برياليتوب بشپړه کړې.


هغه  د لوړو زدکړو لپاره د هيواد پلازميني ته تللى او په ښو درجو د کابل پوهنتون د تعليم او تربيې پوهنځۍ  څخه فارغ سوى دى.


ښاروال غلام حيدر حميدي له فراغت سمدستي وروسته د ١٣ کلونو لپاره د ماليې په وزارت کي د بودجې د اجرائيه مامور، د کندهار په انحصاراتو، مستوفيت رياست او پښتني بانک کي  دندي سرته رسولې ده.


نوموړى هم د نورو افغانانو په شان په هيواد کي د کرکجنو او ناامنو حالاتو له راتګ سره هيواد پرېښودى لومړى په پاکستان او بيا وروسته د امريکا په متحده ايالاتو کي د ژوند شپې سبا کولې.


نوموړى په هيواد کي د نوي دولت له منځ ته راتګ وروسته  بيرته خپل هيواد ته راستون سو او دلته يې د خپلو خلکو لپاره خدمت کولو ته ملا وتړل او د مرکزي ادارې لخوا خپل پلرني ټاټوبي کندهار ته د ښاروال په صفت راستون سوو.


هغه ته د هيواد د ولسمشر لخوا د ښه کارونو کولو له کبله د ماليي وزارت د معينيت، د هرات ولايت، د کندهار ولايت او د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د مشرۍ  پيشنهادونه  سوي وه چي د کندهار د شهيد ښاروال لخوا ورته له کندهار سره د ځانګړې ميني له خاطره منفي ځواب ويل سوى و.


غلام حيدر حميدي له يرو څلور نيمو کلونو راهيسي په کندهار کي د ښاروال په صفت دنده اجراء کول او په دې موده کي يې ددې ستړي ولس لپاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي او نه هېرېدونکي خدمتونه وکړل.


که څه هم د ښاروال د مړيني مسوليت تر اوسه کومي ډلي پرغاړه ندی اخستی خو په وژل کېدو سره يې د حامد کرزي په دولت کي د دوو هفتو په دننه کي تر احمد ولي کرزي او جان محمدخان وروسته دريم لوړ پوړﺉ دولتي چارواکی دي چي وژل کيږي.