کور / تازه خبرونه / بېړنى خبر : کندهار ښاروال ووژل سو

بېړنى خبر : کندهار ښاروال ووژل سو

څو شېبې مخکي د کندهار ښار ، ښاروال غلام حيدر حميدي د يوې بمي چاودنه په پايله کي ووژل سو . د نوموړي خبر تر اوسه کومي حکومتي سرچينې تر اوسه نه دئ تاييد کړى خو د پېښي ځاى ته نژدې يو تن وايي چي نوموړى د يوې لاسي ګاډۍ چي د چاودېدونکو توکو ډکه وه د چاودني له امله ووژل سو خو يوه بله باوري سر چينه بيا وايي چي نوموړى په ښاروالى کي دننه په يوه چاودنه کي وژل سوى. د کندهار ښاروالى پر شاوخوا هليکوپترونه ګرځي او سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده سوې ده . په دې اړه د لراوبر سره اوسئ .