د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت د نري مانده او لوى مانده په سيمو کي په يوه نښته کي ٦ وسله وال وژل سوي .
خبرپاڼه ليکي چي ياد کسان هغه وخت ووژل سول چي کله په ياده سيمو کي د وسله والو او حکومت تر منځ نښته وسوه .
خبرپاڼه زياتوي چي په دې نښته کي د حکومت لاس ته يو شمېر وسلې هم ورغلي .
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .