دکندهار ښاروالۍ لخوا د کندهار ښار شمال لور ، کوتل مورچې ته څېرمه د عمومي سړک په دواړو غاړو د ټول غصب سوو چهارديوالو د نړولو کار پيل سو.
کندهار ښاروال ښاغلي غلام حيدر حميدي دا کار د ښاروالى لپاره لويه لاسته راوړنه وبلل او وويل(( زما لپاره ډېر د خوښى ځاى دئ چي نن په تقريبي ډول پنځلس سوه جريبه مځکه د غاصبينو له لاسه باسم او په دوه زره هغو کورنيو يې وېشم چي په ښار کي کور نه لري.))
همدارنګه ښاروال وويل(( په دې نمرو کي لومړى حق هغو کسانو ته ورکول کېږي چي د ډاکټر نجيب د حکومت پرمهال ورته نمرې ورکول سويدي او د بانک اوېز په لاس کي او نمرې يې غاصيبنو ځيني قبضه کړي دي په دوهم قدم کي د ولسمشر د فرمان سره سم دولتي مامورين، د علماؤ شوراء غړي د کلي امنيت کارکوونکي او پاته ټولو هغو کسانو ته چي په ښار کي کور نه لري د قره کشۍ پر بنسټ وېشل کېږي.))
د نوموړي ساحې ټول کارلکه نړول، نقشه کول او وېش به د يوې مياشتي په دننه کي ترسره سي.
په نومړې ساحه کي ټول ضرورتونه لکه پارکونه، مسجدونه، کلينکونه او نور ټول ضرورتونه په پام کي نيول سويدي.
همدارنګه کندهار ښاروال وويل(( موږ پلان لرو چي د کارته معليمن، صوفي مېنه، ميرويس مېنه او لويه وياله کي ټولي هغه مځکي چي غصب سوي ترلاسه او په نمرو يې وويشو ترڅو زيات شمير هيوادوالو ته مو د استوګني ځاى برابر کړي وي.))