فردا نيوز: http://www.fardanews.com
په دې وروستيو كې امريكايانو هڅې پيل كړي، چې خپل فعاليتونه د پوځي او نظامي كرنو پر ځاى پر سياسي او ملكي برخو متمركزې كړي.
نو ځكه يې پرېكړه كړې، چې په راتلونكې كې به يو زيات شمېر ځواكونه خپلو هيوادونو ته وګرځوي، له دې سره سره بيا هم د جګړې لگښت ورځ تر بلې زياتېږي.
په عراق او افغانستان كې د امريكا د جګړې او ورسره له پاكستان سره د نظامي مرستو په وروستيو لسو كلونو كې ۴ تريليونه(۴۰۰۰مليارده ډالره) ته رسېږي. دا په داسې حال كې ده چې دغه پېسې د هغه رقم درې برابره دي چې د يوولسم سپتمبر له پېښې وروسته تصويب شوې وې.
فردا نيوز په خپل يور راپور كې، چې د لندن چاپ د ايند يپيند نت ورځپاڼې له سايټ څخه يې نقل كړى ليكي:
دغه مالومات د براون له څېړنيز پوهنتون څخه چې د (اى وي ليګ) غړيتوب هم لري ترلاسه شوي دي. د سرچينې د مالومات پر اساس په لومړيو كلونو كې د افغانستان او عراق د جګړې لګښت ۱۰۳ مليارده ډالره وړاندوينه شوې وه، چې وروسته بيا دغه كچه دننه په امريكا كې د ترورېزم سره د مبارزې د لګښت سره ۲۰۳ نه تر ۲۰۷ مليارده ډالره پورې لوړه شوه.
د دغه راپور پر بنسټ، په داسې حال كې چې په دې ورځو كې د امريكا جنګي سياست د بدلېدو په حال كې ده او كيداى شي په راتلونكو څو مياشتو كې خپل ډيرى سرتيرې خپل هيواد ته بېرته ستانه كړي، خو له دې سره بيا هم د دغې جګړې جانبي لګښت د ډېرېدو په حال كې دى.
د تقاعد شويو سرتېرو، معلولينو، زيانمنو شويو خلكو او … د ساتنې او ورسره د نظامي برخې لګښت به د امريكايانو له شتمينو څخه كابو ۳۰۷ نه تر ۴۰۴ ترليونه ډالره را كم كړي.
دا لومړى ځل نه دى چې د دې سر وركې جګړې د لگښت په اړه داسې پلټنې ترسره كېږي، بلكې په ۲۰۰۸ كال كې د هاروارد پوهنتون دوه و محصلينو (ژوزوف استيګليتر او ليندا بيلمس) هم دې ته ورته څېړنه كړې وه. په هغه تحقيقاتي ګذارش كې د امريكايي جګړې لګښت ۳ تريليونه ډالر ښودل شوي وو.
د امريكا د اقتصادي ركود او د ۲۰۰۸ كال سوداګريز بحران ته په كتو سره په دې ورستيو دوه كلونو كې د امريكا اقتصادي حالت ډېر را لوېدلى او سبب يې هم دادى چې دوى خپلې ډېرى زېرمې د عراق او افغانستان په جګړه كې لګولې دي.
په عراق او افغانستان كې د امريكا د روانې جګړې يو بل سترتوپير د دغه هيواد له پخوانيو جګړو څخه دادى، چې د اوسني جنګ ټول لګښت د امريكا لخوا په قرض شويو پيسو ترسره كېږي، نو په دې صورت كې امريكايان مجبور دي چې دغه قرض شوې پېسې نن يا سبا بېرته وركړي.
د جګړې پر مالي لگښت سربېره، د روان جنګ انساني تلفات هم له حده زيات دي. د همدې ګذارش پر بنسټ د سپتامبر له يولسمې وروسته په امريكايي جګړو كې د ۲۲۵ او ۲۵۸ زره انسانانو تر منځ كسان وژل شوي دي.
په دغه جګړه كې ۶۱۰۰ امريكايي سرتېري، ۱۲۵ زره انسانان په عراق كې او ۱۴ زره انسانان په افغانستان كې د مرګ ښكار ګرځېدلي.
پورتني ارقام يوازې په دغو هيوادونو كې د انساني ځاني تلفاتو مالومات راكوي. له دې ور اخوا د روانې امريكايي جګړې په اوږدو كې د همدغو هيوادونو ۷ يا ۸ مليونه وګړي مهاجر شوي او خپل هيوادونه يې د ګاونډيو هيوادونو په نيت پريښي.
له دومره سترو مالي او ځاني تلفاتو سره، بيا هم د دغې جګړې لاسته راوړنې امريكا تر پوښتنې لاندې راولي. په عراق كې د صدام حسين را پرزولو او په پاكستان كې د اسامه بن لادن (د افغانستان د جګړې لوبغاړى) وژلو سره بيا هم په دغو سيمو كې د ډاډ وړ امينت نه دى راغلى او ان تر دې چې ايران د امريكا د همدغو جګړو له امله د اټومي كېدو په درشل كې دى.
د براون پوهنتون د څېړنو پر اساس، هغه جنګونه چې د سپاتمبر له يولسمې وروسته د امريكايي ځواكونو لخوا پيل شوي، پر دې سربېره چې د زمان پر اساس د امريكا له پيدايښته طولاني جنګ دى، همدا راز د نړۍ يو ډېر مصرف كونكى جنګ هم دى. او د دغې جګړې د مالي لګښت كچه د دويمې نړيوالې جګړې تر پولو رسېږي.