د کندهار ولايت د ملي امنيت مسئولين وايي چي د دې ولايت په اړونده سيمو کي يې د حکومت ضد څلور وسله وال نيولي .
د مسئولينو په وينا چي نوموړي کسان د کندهار ولايت د پنجوايي او هلمند ولايت د مارجې اوسېدونکي دي چي د يو شمېر وسلو او مهاتو سره يو ځاى نيولي سوي .
مسئولين وايي چي نوموړو کسانو خپل کړه منلي او ويلي چي خپلو قوماندانانو ورته دا لارښووني کولې .
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .