لراوبر ته دکندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت د ژړۍ ولسوالۍ په اړونده سيمو کي د يو لړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کي ٢٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې . د خبرپاڼي په حواله چي په وژل سوو کسانو کي چي شمېر يې ١٨ تنه دئ د طالبانو دوه مشهور قوماندانان هم شامل دي .
خبرپاڼه ليکي چي په دې عملياتو کي نه د حکومت او نه هم ولسي اړخ ته کوم زيان اوښتى .
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي .