کله چې موږ د حقونو نوم اخلو، نو بايد د قانون نوم هم له ياده ونه باسو، ځکه قانون د يوې ټولنې د عيني او ذهني شرايطو په پام کې نيولو سره د هيواد د ټولو اتباعو او ټولو اقشارو حقونه په خپله لمن کې رانغاړي ـ
زه فکر کوم چې د افغانستان په نوي اساسي قانون او نورو مدني قوانينو کې د ښځو حقونو ته پوره پاملرنه شوې ده، خو مشکل يوازې د قانون په عملي کولو کې دی ـ
زه دا نه وايم چې تر اوسه د ښځو د حقونو لپاره هېڅ نه دي شوي، ډېر څه شوي دي خو له بده مرغه له يوې خوا کافي نه دي او له بله پلوه دغه لاس ته راوړنې په سلو کې نيوي په ښارونو پورې اړه لري ـ
که ښځو ته کار پيدا شوی دی، نو په ښارونو کې دی، که د ښځو لپاره د تعليم زمينه مساعده شوې نو هغه هم په ښارونو کې ده او که ښځې په سياست کې برخه اخلي نو هغه هم ښاري ښځو ته دغه چانس په لاس ورغلی دی ـ
دا چې د افغانستان په سلو کې پينځه اويا خلک په کليو کې ژوند کوي، نو زه ويلای شم چې موږ د افغاني ښځو يوه لويه برخه له ياده ايستلې ده ـ موږ غواړو چې ښځو ته دې تر ټولو مخكې يو وار د انسان په سترګه وکتل شي او بيا وروسته دې يې د اساسي حقونو غم وخوړل شي ـ
اوس خو ښځو ته ترډېره بريده په تېره بيا په کليو کې د انسان په سترګه نه کتل کېږي ، د مال په ډول خرڅېږي، په باغ، ځمکه، موټر او نورو باندې بدلېږي چې دا د اسلامي، افغاني او نړيوالو موازينو خلاف کار دی ـ مشکل يوازې دا نه دی چې ښځې يوازې د کور په څلورو دېوالونو کې بندې دي، بلکې په کور کې دننه هم چندانې د انسان په سترګه نه ورته کتل کېږي ـ نجونې په کوچنيوالي کې واده کېږي، په زوره واده ته اړ ايستل کېږي، نشه يانو، سپين ږيرو او نورو داسې کسانو ته په زوره په نکاح کېږي چې د دوی وړ نه وي ـ دغه ډول په ډېره کوچنۍ خبره وهل_ټکول خو د دوی د ژوند يوه برخه ده ـ
دا چې د افغانستان نهه نيوي خلک مسلمانان دي، او د اسلام مبارک دين ښځو ته پوره حقونه ورکړي دي، نو ښه به داوي چې لومړى د يو څه وخت لپاره په کليو کې يوازې په همدغو حقونو اکتفا وکړو ـ
بايد د افغانستان دولت په تېره بيا د ښځو چارو وزارت د کليوالو ښځو لپاره خاص پروګرامونه جوړ کړي ـ سږ کال هم دښځو نړۍ واله ورځ په افغانستان کې خورا په جوش اوخروش سره ولمانځل شوه او ټولو رسنيو ښه په خوند راپورونه پرې وچلول ، کوريې ودان چې ددې دربدره ولس ويوې لويې برخي ته يې پاملرنه وکړه ، خو زه بيا هم هغه خبره کوم چې هرڅه ترښارونو پوري محدود ښکارېدل او په ټولېز ډول دښځو نهه نيوي په سلو کې دښارونو اوسېدونکو دحقونو غوښتنه لرله . زه له رسنيو څخه داګيله کوم چې کومي لري پرتې سيمې کې ديوې بې وزله ښځي ږغ په نړۍ والي ټولنې او افغان حکومت واورېدى ؟
همداراز نړۍ والي ټولنې او افغان حکومت په کومه لري پرته سيمه کې داسي يوه کارنامه وکړه چې په هغې دي ديوې کليوالي ښځي په ژوند کې دبدلون څرک وليدل شي ؟
هو له بده مرغه دنړۍ والي ټولنې او افغان حکومت ټولي هغه هڅي چې دښځو دژوند دسمون او دهغوى دحقوقو ددفاع لپاره کېږي يوازي او يوازي ترښارونو پوري محدوده دي چې داکار ښايي ددغه هيواد په ډېره برخه مېرمنو کې يوازي دڅو فيصده مېرمنو دحقوقو ددفاع سبب وګرزي .
درنو لوستونکو !
زه ليکواله نه يم خو دغه څو کرښي مي ستاسو په وړاندي وليکلې البته غوښتنه مي داده چې افغان حکومټ په ځانګړې توګه دافغانستان دښځو چارو وزارت او دنړۍ والي ټولنې هغه برخه چې په افغانستان کې دښځو دحقوقو څخه دفاع کوي بايد دکليوالو ښځو ژوند ته پاملرنه وکړي او هغوى ته دم ګړى يوازي بشپړ اسلامي حقوق وروګټي . ځکه دافغانستان اساسي قانون ښځو ته ښه حقوق ورکړي دي خو له بده مرغه داقانون تر ډېره حده په بېلا بېلو برخو کې نه عملي کېږي . راشئ ټول افغانان دخپل اساسي قانون دپلي کولو لپاره لېڅي راونغاړو او په يوه افغاني مېړانه اول پر ځان او بيا پر خپل ملت دقانون دپلي کولو هوډ وکړو.
مننه