دراډیوګانو له قراره دا اوازه رښتیا ده ، چې له امریکا سره ستراتیژیک تړون امضاء کیږي ، پرون دکابل دارګ او پارلمان استازو ورځ په دې چنو پوچه کړه ، چې دوطن دلیلامۍ دا جمعه بازار به چیرته لګیږي ، دکټواز نادر او دبازارک منوس خان ویل چې بازار به که خیر وه ، دملت په هندوساخت کور !؟کې جوړوو ، خو جرمني دادفر په خبرو خبرو کې خپلې جرمنۍ کیږدۍ ته زور واهه .
له دې خبرو دانتیجه بود کیږي ، چې نور نو ، خر ختلی په لکۍ بند دی ، دوطن دلیلام مقدمات پوره شوي دي، یوازې خبره دځای پاته ده ، چې په کوم بازار کې به بولۍ ته وړاندې شي .
ددنیا او افغانانو په کلتور کې وطن دمور مقام لري ، او خرڅول یې تقریبا دمور د ودولو مرادف بلل کیږي ، په کټواز او پنجشیر کې چې دکوم کلیوال لور ودیږي ، نو پلار یې دصحنې لیدلو ته دټینګې نه وي ، نوځکه په هغه ورځ کوم زیارت یابل دلیدو وړ ځای په خوله ورکړي او دماښام په خړه کې بیرته کلي ته راستنیږي ، خوراشه دکابل سیاسي پنډتانو ته چې هریویې هڅه کوي ، چې دوطن مور دده دوکالت او ولایت په سیوري کې واده شي ، اوخپله یې له نندارې خوند واخلي العیاذ بالله
دا خو دموضوع بګراونډ دی ، که راشو اصلي مسئلې ته ، زما په نظر خو داګونګوسې ، غوږواندي ، پس پسکي او بالاخره ډانګ پېیلې خبرې باید ساده ونه بلل شي ، کرزی وایي له امریکا سره ستراتیژیک تړون امضاء کوم ، ما چې د کرزي داخبره اوریدلې له هماغې ورځې مې دستراتیژیک تړون په معنی پسې تلاش پیل کړی ، له ګوګل نه ونیسه د داریوش آشوري ترسیاسي اصطلاحاتو پورې مې په هیڅ ځای کې دستراتيژیک تړون هغه معنی نه ده موندلې ، دکومې لپاره چې کرزي او امریکا خپله لوبه عملا پیل کړې ده .
ستراتيژیک تړون که دلته دامریکایانو ددایمي حضور په معنی واخلو ، نوبیا خوامریکایان راته ساده ښکاري ، چې له کرزي نه داسې کوم سند ترلاسه کوي ، که امریکایان په خپل شړپیدلي اقتصاد کې په رښتیا هم دومره متره ویني ، چې دتل لپاره دافغانستان ماموریت پرې وپاللی شي ، نو بیا یې کاغذي تړون ته څه اړتیا ده ، لکه لس کاله یې چې افغانستان په وچ زور ترخیټي لاندې ساتلی وه کولای شي همداسې ادامه ورکړي ، په معاصره ځنګلي نړۍ کې دګیدړې قبالې نه بلکې دپړانګ پنجې کارنده او معتبرې بلل کیږي .
نورې کیسې په خپل ځای ،خو ترټولو دافسوس وړ خبره داده ، چې ددې شومې لوبې په اړه دافغانستان لوستي قشر خصوصا مطبوعاتیانو هم خورا بل خېل دریځ نیولی دی ، ځینې دې واده ته چکچکې وهي ، ځیني هماغه دودیدونکي لور دپلارپه شان له درد او دوکه یوازې مخ پرته کوي ، او ځینې نور په ټیغو سترګو او منافقت یوازې دصحنې ننداره کوي ، چې په (هو) او ( نه ) یې څوک نه پوهیږي .
قلموالو ! چې دوه لسیزې مو دملت په بودیجه او دهمدې وطن په عوائدو باندې زده کړې کولې ، آیا اوس یې حق یوازې همدا دی ، چې دخرڅلاو په مسئله کې یې بې پلوه پاته شو، حتما موږ او تاسو ددې درنې موضوع په ګټه او تاوان پوهیږو ، او خپل برداشت ترې لرو ، چې داسې ده نو ولې مو ګونګه روژه نیولې ، تیره ورځ دادفر سپنتا ددې کرغیړنې معاملې نه پرده لرې کړه ، خو دافغان مطبوعاتو او مطبوعاتیانو غبرګون ورته هیڅ وه .
دابیا بیله موضوع ده ، چې په افغانستان کې به دامریکا ددایمي حضور لیدلی خوب درښتیا کیدلو مخ وویني او کنه ، زما خو که مني نو امریکا ته ویلی شم چې ( مه یې کرئ نه به یې دروکړي ) دا وطن او اولس له دنیا څخه نوکی متمایز او متغایر دی ، څنګه چې دڅاه دسلواغې په رسۍ له ونې څخه سړۍ نه شو راکوزولای ، دغسې په افغانستان دنورې نړۍ فارمولې ازمایل هم په تاریخي لحاظ قیاس مع الفارق بلل شوي دي .
وایي فرانسس ویندرل په افغانستان کې دماموریت په مهال له دې هیواد سره دنړۍ دجنجال یوډیر مهم فکتور کشف کړی وه ، ده ویل چې افغانان یوشی لري چې نوره نړۍ یې نه لري ، چې همدا شی له نړۍ سره دافغانانو دجنجال بنسټ جوړوي ، دده په وینا داشی افغانان ( غیرت ) بولي ، چې په نوره نړۍ کې نه حس کیږي ، نو ددې لپاره چې جنجال ورک شوی وي ، افغانان باید یا داشی له ځانه لري کړي ، او یایي نړۍ ته وروپیژني ، مګر تاریخ ښیي چې افغانان دخپلې دې شي پریښودلو ته حاضر نه دي نوځکه په کار ده چې نړۍ داشی ورسره قبول کړي ، ترڅو جنجال یوطرفه شي .
داچې اوس امریکایان ددایمي حضور له لارې لاهم افغانان ددې شي ( غیرت ) په پریښودلو اړ کوي ، ماته خو دملایانو په اصطلاح ساذج تکرار ښکاري ، چې نتیجه به یې هم تکراري وي . وماذالک علی الله بعزیز
زموږ دمکتب دکتاب په وروستي مخ لیکل شوي وه ، چې (وطن دمور حیثیت لري ، او ځنګلونه زمونږ ددې مور ټیکری بلل کیږي ، راځئ دنیالګیو په کینولو سره دخپلې مور دپردې حق ادا کړو )