د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ کرهڼيزو محصولاتو ته به نړيوال بازارونه وموندل سي تر څو بزګرانو ته له خپلو حاصلاتو د پخوا په پرتله د زياتي ګټي کولو چانس په لاس ورسي.
په همدې موخه نن د سپين بولدک ولسوالۍ په مرکز کي يوه پراخه غونډه جوړه سوې وه چي پکښي د امريکا د نړيوالي پرمختيايې ادارې USAID د سوداګرۍ د برخي استازي، د سپين بولدک ولسوالۍ د پرمختيايې شورا غړو او ګڼ شمېر بزګرانو برخه اخستې وه.
د USAID د سوداګرۍ د برخي استازي اورمين وويل چي ددې غونډي د جوړولو څخه يې هدف د سپين بولدک ولسوالۍ کرهڼيزو محصولاتو ته د نړيوالو بازارونو موندنه ده څو له دې لاري بزګران وتوانيږي خپل محصولات په ښه قيمت سره خرڅ کړي.
نوموړي زياته کړه چي دوى تر دې دمه د دوبۍ په نړيوال مارکيټ کي ددې ولسوالۍ د خټکيو لپاره بازار پيدا کړى او هلته يې له يو شمېر کسانو او شرکتونو سره خبري کړي دي ترڅو ددې ولسوالۍ خټکي په مناسبه بيه رانيسي.
د سپين بولدک ولسوالۍ بزګرانو هم بهرنيو بازارونو ته ددوى د سيمي د توليداتو پر صادرولو باندي خوښي وښودل او دايې په دې ولسوالۍ کي د کرهڼي په برخه کي يو بيسارى ګام وباله.
ددې ولسوالۍ بزګرانو د کرهڼي د ودي او پرمختګ په برخه کي د نورو دې ډول هڅو غوښتنه هم وکړه او له خپله اړخه يې د هر ډول مرستي او همکارۍ ژمنه وکړه.