د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ د وسله والو او حکومت تر منځ په يوه نښته کي يو تن پوليس ووژل سو . د خبرپاڼي په حواله چي ياد پوليس هغه وخت ووژل سو چي کله د دې ولايت په ژړۍ ولسوالي کي د وسله والو سره د پوليسو يوه نښته رامنځ ته سوه .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .